په ایران کې بندیان شوي افغان ماشومان

تاند- د ایران امنیتي ځواکونو له میاشتو – میاشتو بنده وروسته یو شمېر افغان ماشومان، چې په تهران کې نیولي او بندیان کړي ول، بالاخره خپلو کورنیو ته وسپارل.

ایراني رسنۍ وايي چې اکثره افغان (افغاني) ماشومان یې له کمپ څخه ایستلي او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

(پاسنی عکس د هغو افغان ماشومانو دی چې ایراني رسنیو خپور کړی دی.)

ایراني رسنۍ وايي چې دا ماشومان یې له سړکونو او ښارونو څخه د افغان ماشومانو د تصفیه کولو د عملیاتو په لړ کې نیولي ول.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دا ماشومان، بې له دې چې کورنیو ته یې خبر ورکړای شي، څو میاشتې په بند کې وساتل شول. په دې موده کې د دوی کورنۍ سرګردانه وې او په دې نه پوهېدل چې هغوی ژوندي دي که مړه.

له میاشتو – میاشتو وروسته ایراني چارواکو ویلي چې دا ماشومان یې د تهران د ورامین عسکر اباد کمپ ته لېږدولي ول او پرون /سې شنبه/ ماسپښین مهال یې خپلو کورنیو ته وسپارل.

د تهران د پردیو اتباعو د ادارې مرستیال رييسې میترا قدیمي وویل«په عسکر اباد کې هیڅ ماشوم زموږ سره نشته، ټول مو، چې شاوخوا ۲۰۰ تنه ول، خپلو کورنیو ته وسپارل.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *