خبریال: میرویس جلالزی – د افغانستان لویدیځ ګاونډی ایران غواړي افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه په بې ساري توګه لوړه کړي.

دغه ګام پر داسي مهال پورته کیږي چې پر اسلامي جمهوریت د امریکا، عربي ټولني او یو شمیر اروپايي ملکونو بندیزونه سبب شوي چې نه یوازي د ایران واکمن حکومت بلکې په ټوله کې ایرانی ولس له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ شي.

د ایران د خراسان رضوي یوه عالي رتبه حکومتي چارواکي رضا جمشیدي ویلي چې د روان ۱۳۹۳ کال تر پایه پوري به ایران هڅه وکړي چې افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه نږدې دوه نیم ملیارده ډالرو ته ورسوي.

ده ویلي چې د خراسان رضوي ولایت د ټولو صادارتو ۴۰ سلنه افغانستان ته کیږي.

د ایران دولت شمیرې ښيي چې د روان کال په اوو میاشتو کې یوازي له خرسان رضوي څخه ۳۳۴۰۰۰ ټنه بیلا بیل صادارتي توکي افغانستان ته استول شوي چې ارزښت یې یو ملیارد امریکايي ډالرو ته رسیږي.

د ایران حکومت وايي، په دې کار کوي چې بندري سوداګریزو بازارګیو ته وده ورکړي او په دغه لړ کې له افغانستان سره په پوله د نهبندان په ښارګوټي کې هم د یوه ورته لوی بازار د جوړولو تکل لري.

افغانستان اکثره شیان له ګاونډیو هیوادونو واردوي.

له ایران سره د سوداګرۍ کچه له چین او پاکستان وروسته په افغان سوداګرۍ کې دریم ځای لري.

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال د معاون سید ابوالافضل رضوي هم ویلي چې د سرحدي بازارونو جوړونه به په را روان ۱۳۹۴ کال کې له افغانستان سره د دوی د سوداګرۍ کچه نوره هم پراخه کړي او دا کار به د دواړو ملکونو په اړیکو کې لا ښه رول ولوبوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ اندازه په بې ساري ډول زیاته شوې ده.

اوس مهال د افغانستان او ایران سوداګري د کال تر څلور ملیارد ډالرو اوښتې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې ایران د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو اراده لري.

خو افغان سوداگر وايي چې له کومه راهيسې، پر ايراني بانکونونو نړيوال بنديزونه لگول شوي، افغان سوداگر نه شي کولاى چې هغه هېواد ته په قانوني ډول د سوداگرۍ لپاره پيسې وليږي.

افغان سوداگر وايي چې په قانوني ډول دا چاره تر سره کيدى نه شي او که څوک يې په ناقانونه ډول د ليږدولو هڅه وکړي له پيسو سره يو ځاى د ايراني پوليسو له خوا نيول کيږي او نورې سرخوږونکې دوسيې ورته پرانستل کيږي.

One thought on “ایران افغانستان ته خپل صادرات تر ۲ نیم ملیارد ډالرو پوري زیاتوي”
  1. د ایرانی بازارچو په ځای که ټول صادراتی او وارداتی مالونه د رسمی بندرونو له لاری ولیږدول شی ، د افغانستان د دولت په ګټه تمامیږی. له بازارچو نه ډیر مالونه چی بی کیفیته دی او زمونږ هیوادوالو ته هیڅ ګټه نه لری او هغه هم اکثره په قاچاقی ډول راځی. له بازارچو راوړل شوی مالونه زمونږ د افغان متشبثینو او سرمایه لرونکو په تاوان وی او هغوی له اقتصادی رکود سره مخامخ کوی.
    بل داچی ایران غواړی د دی بازارچو په جوړولو سره د افغانستان خاوره ونیسی او د بازارچو شاوخوا ته نظامی تاسیسات جوړ کړی. پدی هکله باید زمونږ سرحدی قوا، د ولایتونو او ولسوالیو مسوولین او خصوصا د باندینیو چارو وزارت جدی پاملرنه وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *