تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: د لوړو زده کړو وزارت وايي، ایران ورته د ماسترۍ او دوکتورا په برخه کې ۵۰۰ بورسونه ورکړي دي.
لوړو زده کړو وزارت په دې تړاو تاند ته را استولې خبرپاڼه کې ویلي، دا هوکړه د دې وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام عمومي رئیس فرهاد شهید زاده سره د ایران د علومو او ټکنالوژۍ وزارت او یو شمېر پوهنتونو د رئیسانو تر منځ لیدنه کې شوې ده.
خبرپاڼه کاږي له دې ۵۰۰ بورسونو څخه ۳۰۰ یې د بوهنتون استادانو ته ځانګړي شوي دي او افغانستان به خپل ټول نوي محصلین د راورانې میزان میاشتې په لومړۍ نېټه ایران ته استوي.
افغان لوري دغه راز په لیدنه کې له ایران څخه غوښتي چې په انکشافي، د نصاب د تدوین، علمي څېړنو او د لایحو د بیا ارزونې په تړاو ورسره خپلې تجربې شریکې کړي.