تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱ مه: د ایران د باند نیو چارو وزارت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه ویلي، د هر هغه بدلون چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو او ثبات سره مرسته وکړي هرکلی کوي.

د ایران د باندنیو چارو وزارت نن یکشنبه «کب۱۱مه» په خپل ټویټر پاڼه لیکلي،  تهران د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ترسره کیدونکو هڅو ملاتړ کوي او په دې باور دی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور غیرقانوني دی او په دغه هیواد کې د ناامنۍ او جګړو اصلي دلیل دی.

ایران هیله ښودلې چې په افغانستان کې به یو داسې دولت رامنځته شي چې د خپلو ګاونډیانو سره ښې او د ورورګلوۍ اړیکې وپالي او د تروریزم جرړې وباسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې باور دی چې په افغانستان کې تل پاتې سولې پر سر موافقه د بین الافغاني خبرو له لارې چې د طالبانو په ګډون ټولې سیاسي ډلې په کې ګډون ولري او د ګاونډیانو ملاحظاتو ته په کې پاملرنه شوي وي ترسره کیدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په افغانستان کې د امریکا د شااوخوا ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف د سولې تړون په دوحه کې لاسلیک کړ.

د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ایران استازو هم ګډون کړی و چې دغه هیواد د طالبانو مهم مالي او تسلیحاتي ملاتړی بلل کیږي.

One thought on “ایران: افغانستان کې دې داسې حکومت رامنځته شي چې د ترهګرۍ جرړې وباسي”
  1. د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ایران استازو هم ګډون کړی و چې دغه هیواد د طالبانو مهم مالي او تسلیحاتي ملاتړی بلل کیږي.
    کله چی افغان ولس وینی چی اصلی جګړه د ګاونډیو هیوادونو په مالی او نظامی ملاتړ مخکی ځی زیاتره ګټه یی همدا ګاونډیان او مرګ ژوبله یی افغان ولس وینی مګر لا تر اوسه هم همدا جنګی ډلی ټپلی چی پدی ۴۰ کلن ناورین کی ښکیل وو او ښکیل دی تر اوسه پدی نده پوه شوی چی موږ ولی افغان ولس وژنو

    مخکی لدی ایران چارواکو ویلی وو د سولی په هغو مذاکراتو کی په ګډون وکړی چی مرکزی رول یی افغان دولت په غاړه مګر چی وکتل شو اصلی خبره هغه شان نه وو چی کوم شان ایران او پاکستان تل کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *