تاند، شنبه، د حوت ۳مه: ایران ټینګار کړی دی چې راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته دې امریکا له افغانستان څخه ووځي.
نیوزویک مجلې د یو ایراني چارواکي له قوله ویلي، څومره ژر چې کېدای شي دا به غوره وي چې امریکا د سولې له هوکړې وروسته له افغانستانه سرتېري وباسي.
دغه ایراني چارواکي وايي، د امریکا د وتلو په صورت کې افغانان رښتینې سوله ترلاسه کولی شي: (( کله چې موږ د سولې هوکړې ته ورسېږو، نو پکار ده چې بیا ټول مسایل پخپله افغانان په خپلو کې حل کړي او تهران به د دغه جګړه ځپلي هیواد په سوکالۍ کې خپل رول ادا کړي.))
دغه ایراني چارواکي چې نیوزویک یې نوم نه دی اخیستی ویلي، که راتلونکی افغان حکومت له ایران څخه هر ډول مرسته وغواړي دوی یې همکارۍ ته چمتودي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په افغانستان کې د طالبانو، افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو تر منځ د نسبي اوربند لومړۍ ورځ ده.
دغه اوربند به ۷ ورځې دوام کوي چې په پای ته رسېدو سره به یې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي.