تاند- د ایران خبري اژانس ایرنا د افغان پولیسو د یوه قوماندان په قول وویل چې د دوو هیوادونو امنیتي ځواکونو په سرحدي سیمو کې د ترهګرو او د مخدرو موادو د قاچاقبرو پر ضد ګډ عملیات کړي دي.
ایرنا وايي چې د افغانستان په لوېدیځ کې د پولیسو قوماندان ګلبدین الکوزي د یکشنبې په ورځ /فبروري۱۴/ خبریالانو ته وویل چې د روان لمریز کال (حمل) له پیله تراوسه پوري د دوو هیوادونو په پولو کې ۱۸ ځلي عملیات شوي دي.
د قوماندان الکوزي په وینا د دغو عملیاتو هدف د مخدرو موادو له قاچاقبرو څخه د افغانستان د پولو پاکول و.
ایرنا وايي چې د افغانستان سرحدي پولیسو او د ایران سرحدي پولیسو همزمانه عملیات کړي چې په سیمه کې د مخدرو موادو د کارو بار په کمېدو کې یې اغېزمن رول لرلی دی.
افغانستان او ایران په خپل منځ کې ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
د افغانستان هرات، فراه او نیمروز ولایتونه له ایران سره پوله لري.