تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸مه: په ایران کې د افغانستان سفارت د یوې سرچینې په قول، ایران له دغه هیواده دوه افغان دیپلوماتان اخراج کړي دي.

  سرچینې چې نه یې غوښتل د دې موضوع د حساسیت له امله یې نوم واخیستل شي، ویلۍ ، د ایران حکومت درې ورځې وړاندې په ایران کې دوه افغان دیپلوماتان اخراج کړل او د ایران حکومت دا کار ۴۵ ورځې وړاندې د افغان حکومت لخوا د دوه ایراني دیپلوماتانو د شړلو په غبرګون دا کار کړی دی.

  د سرچینې په وینا ، د ایران لخوا اخراج شوی یو افغان دپلومات په تهران کې د افغانستان په سفارت او دوهم یې په مشهد کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې کار کاوه.

سرچینه وایي یو ډیپلومات له هغه وخته ایستل شوی، کله چې هغه د کورونا له امله په قرنطین کې و خو اصلي خبره دا ده چې له دواړو هیوادونو څخه د څلورو ډیپلوماتانو د ایستلو لامل د جاسوسۍ تورونه وو.

  په تهران کې د افغانستان سفیر غفور لېوال په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي خو د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد بیا ویلي، د افغانستان – ایران اړیکې معمول سره سمې او د ښه ګاونډیتوب په اساس روانې دی.

نومودی وایي، د دواړو هیوادونو قونسلي او سیاسي اړیکې نورمال دي او دوی پرته له کومې ستونزې کار کوي.

ایران د افغانستان ترټولو لوی سوداګریز شریک دی او په ملیونونو افغان اتباع د تیرو څو لسیزو جګړو په لړ کې ایران ته اوښتي دي، خو دا هیواد له کلونو راهیسې افغانستان کې په جاسوسۍ او نیابتي جګړو کې هم ښکیل بلل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *