تاند- د ایران او پاکستان سرحدي ځواکونو د دوو هیوادونو د بلوچستانونو په پوله کې پر یو بل ډزې وکړې.

راپورونه وايي چې دواړو خواوو له ماشنیګڼو او هاوانونو څخه کار اخیستی دی.

پاکستان وايي چې ایرا د دوی لور ته د هاوان ۶ ګولۍ ویشتي او دوی یې هم ځواب ویلی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې د ایران له لوري ویشتل شوي هاوانونه پر دښته لګېدلي ځکه یې مرګ ژوبله او تاوانونه نه دي اړولي.

تېره اوونۍ د ایران یوه پوځي چارواکي وویل چې تهران داسې اسناد لري چې ښيي وسلوال کسان د بریدونو لپاره له پاکستان څخه ایران ته وراوړي .

د ایران د سپاه پاسداران جګپوړي قومندان عبدالله عراقي د دې هیواد دولتي تلویزون ته په مرکه کې وویل، دا مسله به له ډیپلوماټیکو لارو تعقیب شي .

نوموړي زیاته کړه د ایران امنیتي ځواکونو پاکستان چارواکو ته داسې اسناد وړاندې کړي چې ایران ته له پاکستان څخه د وسلوالو ور اوښتل ترې جوتیږي .

عراقي دا ادعا یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د پاکستان سرحدي ځواکونو وویل، د ایران پوله ساتو ځواکونو د دوی د ګزمې پر یو موټر ډزې کړي چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوې دي .

یو ایراني جنرال حسین سلامي د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړی چې ایراني ځواکونه به د وسلوالو د ور اوښتو د مخنیوي لپاره د پاکستان خاورې ته ننوزي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *