تاند- ایران وايي چې د افغانستان تر هرات ولایت پوري د اورګاډي د پټلۍ کار به له کمکي اختره وروسته پیل کړي.
ایراني چارواکي وايي چې افغانستان ته د ایران د رېلارې د غځولو کار یې په خپله خوا کې تر خواف ښارګي پوري رسولی او اوس غواړي چې په پوله کې د هرات ولایت غوریان ولسوالي ته یې ورسوي.
د دې پروژې د امنیت، کارګرو او تخنیکي چارو په باب د مشورې لپاره ایراني پلاوي او په هرات کې د ایران کونسل د هرات له والي اصف رحیمي سره وکتل.
ایران وايي چې پر دې پروژه یې ۲۰۰ ملیون ډالره لګولي او درېمه برخه یې نورو ۵۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.
په کابل کې د ایران سفارت وايي چې د افغانستان په غوریان ولسوالي کې د ۶۰ کیلومتره رېلارې د جوړولو ابتدايي کارونه بشپړ شوي او له اختره وروسته به پټلۍ پرې کېښودل شي.
د دې پروژې څلورمه برخه به، چې دا رېلار تر هرات ښاره غځوي، د افغانستان حکومت جوړه کړي.
ټاکل شوې ده چې دا رېلار له هغې پټلۍ سره ونښلي چې له ترکمستان څخه د افغانستان د اقینې بندر له لارې د کندوز تر شېرخان بندر پوري رسېږي او بیا له تاجکستان سره یوځای کېږي.