تاند- د ایران حکومت د سې شنبې په ورځ په تهران ولایت کې لږترلږه ۱۰ تنه سني مذهبه ایرانیان اعدام کړل.
د بي بي سي فارسی د راپور له مخې، د ایران د بشري حقونو د سازمان ویندوی محمود امیري د سې شنبې په ورځ د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل«نن سهار د استخباراتو وزارت د سُني بندیانو کورنیو ته وویل چې د بندیانو د مړیو د وړلو لپاره د کهریزک (سیمې) عدلي طب ته مراجعه وکړي.»
دا سني مذهبه بندیان، چې شهرام احمدي هم پکې شامل دی، د تهران ولایت د کرج د لویې ولسوالۍ د رجايي ښار په محبس کې اعدام شول.
د ایران د بشري حقونو د سازمان ویندوی ښاغلی امیري مقدم وايي«دا کسان په دې تور اعدام شوي چې له سلفي ډلو سره یې تماس درلود. خو تورن شویو کسانو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي وو.»
د ایران له لوري د عقیدې په تور د دغو کسانو اعدام کېدای شي د سعودي عربستان په شمول په خلیجي هیوادونو کې د شیعه ګانو ژوند تریخ کړي.
ایران تر دې پخوا هم په ځلونو له سنیانو سره په تاوتریخوالي تورن شوی دی. د ایران سنیان وايي چې د تهران په ۱۶ میلیوني ښار کې سنیان په داسي حال کې د جومات لرلو اجازه نه لري چې یهودان په لسګونو کنیسې (عبادتځایونه) او مسحیان تر۵۰ زیاتې کلیساوې لري.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویندوی وايي«د دغو بندیانو اعدام، چې په غیرعادلانه ډول محاکمه شوي او په جبر و فشار اعتراف ترې اخیستل شوی، یو جنایت ګڼل کېږي، د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر علي خامنه يي او د نظام نور چارواکي د دې جنایت مسوول دي.»
د ایران د بشري حقونو سازمان د اعدام شویو کسانو د شمېر په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دی«تر۱۰ زیات کسان اعدام شوي خو د دې لپاره چې په جلا جلا ځایونو کې خښ شوي دي، د هغوی د کره شمېر په اړه څوک اټکل نه شي کولی.»
د بشري حقونو د دې ټولنې د راپور له مخې، د رجايي ښار د محبس د تورکالیو ګارد ځواکونو د دوشنبې په شپه پر اعدام ۳۶ محکوم شوي سنیان د محبس له لسم بلاکه په داسي حال کې وایستل چې لاسونه او پښې یې زنځیر و زولانه ول او سترګې یې تړلې وې.
د ایران په اسلامي جمهوریت کې تر اوسه پوري هیڅ سني نه د وزارت، نه د ولایت او نه د ولسوالۍ مقام ته رسېدلی دی.
په ایران کې د سنیانو د دقیق شمېر په اړه کره احصاییه نشته خو د ایران په ۲۶ ولایتونو کې لږترلږه ۴ سني مېشت دي او په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سنیان اوسي.
د ایران کوردان (کرد)، بلوچان، ترکمنان، لار (فارس) او اکثره عربان سُني مذهبه دي. همداراز د جنوبي خراسان ولایت یو شمېر فارسان هم سني مذهیه دي.
د ایران حکومت د سنیانو دقیق شمېر نه اعلانوي. د دغه هیواد د اساسي قانون پر اساس د هیواد ولسمشر باید شیعه وي او تر ولسمشر لوړ چارواکی یعني مذهبي رهبر هم خامخا شیعه وي.
په همدې حال کې د ایران د استخباراتو وزارت نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې ۱۰۲ سنیان یې، چې دغه وزارت د تکقیري ډلو غړي بللي دي، نیولي او یا اعدام کړي دي.