دا عکس ایران خپور کړی او وايي چې امریکايی الوتکه یې پر خپله فضا ویشتې ده

تاند- ایران د امریکا د بې پېلوته الوتکې د ویشتلو مسوولیت په غاړه واخیست او اعلان یې وکړ چې جګړې ته تیار دی.

امریکا وايي چې ایران د متحدو ایالتونو جاسوسي ډرون یا بې پېلوټه الوتکه، چې ۱۸۰ ملیون ډالره ارزښت لري، بې له دې چې د ایران قلمرو ته داخله شي، ویشتې ده.

د امریکا د سمندري ځواک یوه قوماندان بیل اربن د ایران له لوري پر امریکايي الوتکې د ده په وینا «بې دلیله» حمله وغندله او د ایران دا ادعا یې په کلکه رد کړه چې ګنې امریکايي الوتکه د ایران په هوايي حریم کې وه.

تر دې وړاندې د ایران یوه قوماندان حسین سلامي اعلان وکړ چې ځواکونه یې جګړې ته تیار دي او امریکايي بې پېلوټه الوتکه یې د دې لپاره ووبشته چې ایران ته خپلې پولې سرې کرښې دي.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) یو عکس خپور کړ (لومړی عکس) او ویې ویل چې دا د هغې الوتکې دی ایراني ځواکونو ویشتې او په هوا کې پرې لمبې بلې دي خو وروسته څرګنده شوه چې دا عکس دوه کاله پخوا په یمن کې اخیستل شوی دی.

ایران وايي ګلوبل هاوک الوتکه یې ویشتې

ایران وايي چې د امریکا (RQ-4 Global Hawk) هاوک ډرون یې د هُرمزګان د جنوبي ولایت په ساحل کې ویشتې ده خو امریکا وايي چې الوتکه یې په نړیوال هوايي قلمرو کې وه او هماغسې چې ایران وايي دا الوتکه (RQ-4 Global Hawk) نه ده بلکې تریټن (Navy MQ-4C Triton) بې پېلوټه الوتکه وه.

امریکا وايي، دا الوتکه یې ویشتل شوې ده. د امریکايي چارواکو په وینا دا ډېره پرمختللې الوتکه ده

تریټن الوتکې ۵۶۰۰۰ فوټه لوړې الوزي او یوازې یې د روسیې د (S-300) سیستم په شان پرمختللی رادار سیستم کشفولی او ویشتلی شي.

روسیې دا سیستم ایران ته ورکړی دی.

2 thoughts on “ایران جنګ ته تیاري اعلان کړه”
  1. داټول هسی دروغ دی ایران ګوره او دومره بدمعاشی. دا ددی دواړو شیطانی هیوادونو تر منځ زرګری جنګ دی تر څو د اسلامی هیوادونو نه امریکا باج واخلی اوبس. الله دی دا دواړه تباه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *