تاند- د بخښنې نړیوالې موسسې له ایرانه غوښتي چې لږترلږه هغه کسان بیا اعدام نه کړي چې یو ځل اعدام شوي او ژوندي پاتې شوي دي.
د بخښنې نړیوالې موسسې دا غوښتنه وروسته له دې له ایرانه وکړه چې د ایران حکومت د مخدرو موادو د لرلو په تور یو ۲۷ کلن ځوان په دار وځړاوه. دغه ځوان لس یا دوولس دقیقې په دار ځړېدلی و او ډاکترانو تایید کړه چې هغه مړ دی خو یوه ورځ وروسته کله چې کارګر سړخونې ته ننوتل څو مړي وباسي، که ګوري چې اعدام شوی کس ژوندی دی.
دا کس، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، د یو کیلو کریسټال د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوی و.
د بخښنې د نړیوالې موسې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګې مسوول له ایرانه وغوښتل چې دا اعدام شوی کس بیا اعدام نه کړي.
ده همداراز وویل: ښکاره ده چې ایران مجبوره دی چې له خپلو ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره باید یو نه یو ډول مبارزه وکړي خو تېرو کلونو ثابته کړې چې اعدامونه د دغو ستونزو حللار نه ده.
د محکمې هغه قاضي چې په بجنورد ښارګي کې یې د دغه کس د اعدام حکم صادر کړی و، ویلي چې د اعدام معنا دا ده چې باید د محکوم ژوند پای ته ورسول شي. که د چهارشنبې په ورځ د محکوم ساه نه وي وتلې باید بیا اعدام شي.
په ایران کې د مخدرو موادو د قاچاق په تور په سلګونو افغانان اعدام شوي او په سلګونو نور د اعدام د حکم اجرا ته انتظار باسي.