تاند- د ولسي جرګې یو غړی ادعا کوي چې د افغان اریانا هوايي شرکت په الوتکو کې ماسک لرونکي کسان سوریې او عراق ته وړل کېږي.

د ولسي جرګې د ترانسپورت او ارتباطاتو د کمیسیون ريیس قیس حسن نن وویل چې د افغان اریانا هوايي شرکت له الوتکو څخه په استفادې مول لرونکي کسان له ایران څخه بغداد، نجف او د سوریې ښارونو ته وړل کېږي.

ښاغلي حسن وویل چې د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې د ایران ماهان اییر هوايي شرکت کرایه کړي او په غیرقانوني ډول ماسک لرونکي کسان عراق او سوریې ته وړي.

د اریانا هوايي شرکت مسوولانو او د دغه شرکت ونډه والو، چې د ولسي جرګې د ترانسپورت او ارتباطاتو کمیسیون احضار کړي ول، ومنله چې د اریانا هوايي شرکت یو شمېر الوتکې د ایران هوايي شرکت ماهان کرایه کړي دي.

دوی ایراني شرکت ته د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتکو کرایه ورکول عادي او نورمال چاره وبلله خو د وکیلانو د دې ادعا په اړه یې څه ونه ویل چې ایران له دغو الوتکو څخه په استفادې عراق او سوریې ته ماسک لرونکي جنکیالي لېږي.

د کمیسیون ريیس ښاغلي حسن وویل چې داسي شواهد لري چې خپله ادعا پرې ثابتولی شي.

ده وویل چې په دې اړه به د اریانا افغان هوايي شرکت له پېلوټانو پوښتنې وکړي.

ایران په سلګونو افغانان د عراق او سوریې جګړو ته لېږلي او په لسګونو تنه یې وژل شوي هم دي.

2 thoughts on “ایران د اریانا افغان هوايي شرکت په کرایه کړو الوتکو کې عراق او سوریې ته جګړه مار لېږي”
  1. دا خبره بلکل کره ده ، هیڅ شک پکې نشته تا سې پخپله سوچ وکړۍ افغا انستان کیداې شې دوه یا درۍ ترا نسپورتي طیا رې ولری خو ایران په سلګونو او لس ګونو ترا نسپورتې او جنګي طیارې لري، دا کوم منطق قبلولۍ شي چې ایران د دیوه غریب جنګ ځپلي ملک څخه چې هوایي ځواک نه لري او موږ د خپلو حا جیا نو د انتقال لپاره هر کال له بهر نیو شر کتونو څخه طیاري چار تر کوو تر څو خپل حا جیان پکې انتقال کړو ولې ایران چې که په زر ګونو نه وي په سلګونو جنګي او ترا نسپورتي طیارې په وا ک کې لري د یوه جنګ ځپلي ملک دوې یا درۍ طیارې د کرایه کړي او د خپلو اهدا فو لپاره دې ترې کار واخلي، ایرانۍ طیارې خپل نوم مشخصات او خاص نوم لري چې دنیا وال یې پیژندلۍ شي، مګر د آریانا افغان هوايي شرکت طیارې په غربي ملکونو کې د چا د پام وړ نه ګرزي، عر بان پو هیږي چې افغانان پخپلو مصیبتونو کې دو مره ډوب دي چې زموږ خواته یې با م نه دۍ نه کوم سیا سي اهدا ف له عر با نو سره لري نو ایرا نیان د خپل هغه نفوذ له مخې چې د افغا نستان په نظام کې یې لري د آریانا افغان هوایي شر کت له الو تکو څخه د خپلو سیا سي او نظا مي مو خو په خا طر ګټه اخلي، ایران د افغا نستان په ټولو ادارا تو کې خپل نفوذي عنا صر ځای په ځای کړي دي ، له اردو څخه نیولې تر وزارت دا خله ، امنیت ملي، دپو هنې وزارت او لوړو زده کړو په وزار تو نو کې د ایران په ګټه دومره پرا خه هلې ځلې روانې دي چې له هیڅ یوه عا دي انسان څخه هم پټې نه دي زه د ولسې جر ګې د موا صلا تو او مخا براتو د کمیسیون له مشر محترم قیس حسن او ټولو اړوندو جار وا کو څخه هیله کوم چې دا مو ضوع جدي وڅیړي او خپل ولس د خپلو اجا آتو څخه خبر کړي او هغه مزدور عنا صر چې ددغه ملي خیا نت زمینه یې برا بره کړې ملت ته ور و پیژني مننه

  2. Iran c alwotaki kraya kari di Ariana Afghanistan ba khpal a kraya wasoola v noor kar ki da doi masooliat sa shi nasta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *