مرضیه افخم

تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي موافقې تصویبېدا وغندله، ویې ویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور دوام به د دغه جنګ ځپلي هیواد د امنیت او ثبات له ښه کېدو سره مرسته ونه کړي.

د ایران د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویندویې مرضیې افخم نن وویل:«د امریکايي پوځیانو د اقداماتو منفي مخینې (سابقې) ته په پام، موږ په سیمه، په تېره بیا افغانستان کې د دغو ځواکونو د حضور د دوام په اړه شکمن یوو او باور لرو چې افغانستان ته د امریکايی پوځیانو د لېږلو دوام به په دغه هیواد کې د ثبات او امنیت له رامنځته کېدو سره مرسته ونه کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندويې همداراز وویل:«د ایران اسلامي جمهوریت باور لري چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګولو او د دغه هیواد د بیارغونې لپاره د نړیوال مسوولیت په چوکاټ کې له افغانستان سره د سیمې او د سیمې د ورهاخوا هیوادونو مرسته باید د خاص هیواد یا هیوادونو د ګټو له عملي کولو یا د پوځي اډو له جوړولو سره مشروطه نه شي.»

فارس نیوز خبري اژانس وايي چې مېرمن افخم همداراز افغانستان ته د ایران په وړاندې د موجودو متعبرو موافقو او معاهدو پر اساس د خپل دوه اړخیز، سیمه ییز او نړیوال مسوولیت یادونه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان ولسي او مشرانو جرګو له امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي موافقې تصویب کړې او ورپسې ولسمشر غني د ملي شورا د دواړو جرګو د اقدام هرکلی وکړ.

ایران پخوا هم د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې له لاسلیکېدو سره مخالفت کړی و خو د افغانستان او امریکا ترمنځ د موافقې له لاسلیکېدو روسته دا لومړی ځل دی چې ایران د دې موافقې پر تصویبېدو دومره زغرده نیوکه کوي.

د چارو ځیني کتونکي وايي چې ممکن ایران به له دې لارې هڅه کوي چې د خپل اتومي پروګرام پر سر له سترو هیوادونو سره په خبرو کې د زیات امتیاز د ترلاسه کولو لپاره پر امریکا فشار راوړي.

One thought on “ایران د افغانستان له لوري له امریکا سره د امنیتي موافقې تصویب وغانده”
  1. د ایران رژیم تل د افغانستان لپاره دوه مخی پالیسی لری. له یوی خوا له مونږ سره د ښه ګاونډیتوب ، همزبونی او هم دینی چیغی وهی او له بلی خوا زمونږ په کورنیو چارو کی مداخله کوی او زمونږ په سر له روس ، امریکا، انګلیس او نورو سره چنی وهی.
    دا وروستی بریدونه د کابل په ښار کی ټول د ایران له خوا پلان شوی او عملی شوی دی. تاسو د ایران معلوم الحاله جاسوس محمد محقق ولید چی نن د ښاغلی اشرف غنی له خوا له امریکا اوناتو سره د شویو موافقتنامو د توشیح په وخت کی څومره تروش ناست وو او داسی یی ښوده چی پدی کی خو زه موافق نه وم او ایران ته یی ځان سپین چرګ ښکاره کاوو.
    که امریکا له افغانستان سره په خپلو ژمنو کی رښتینی وی نو له دولت سره دی د ایرانی او پنجابی جاسوسانو په له منځه وړلو کی مرسته وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *