تاند، چهار شنبه، د اسد ۲مه: د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان په اړه د ټرمپ له سپکاوي ډکې څرګندونې غندلي او دا یې د نړیوال امنیت لپاره یو ګواښ بللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي وايي، د ټرمپ څرګندونې د افغان ملت پر ضد نژاد پرستانه وې، دا څرګندونې د منلو وړ نه دي بلکې د نړیوال امنیت او سولې لپاره هم خطرناکې دي.
ښاغلي موسوي زیاته کړه، د ایران حکومت په دې برخه کې د افغانستان مقاومت کوونکي ولس، حکومت او ګاونډي ورور هېواد افغانستان سره خوا په خوا ولاړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ عمران خان سره په لیدنه کې وویل، که یې غوښتلي وای افغانستان به اوس له نقشې ورک و.
دې خبرو د افغان حکومت، سیاسیونو، نړیوالو او ان طالبانو سخت غبرګونونه راوپارول.
سلامونه،
زه فکر کوم چې سوداګر ټرامپ دا چټیات د پاکستانیانو د خوشحالولو لپاره او هکذا د ایران د اسلامی جمهوریت د هغو اخطارونو پر ضد چې هر وخت ېې د اسرایلو د نقشې د له منځه وړلو ګواښونه کول ،بادوي؛ خو په دې تفاوت چې :
ایرانیها نګفته اند که ۸ میلیون یهود را کشته میتوانیم! اما ټرامپ ی سوداګر با همه کثافتهایش عوض اینکه از کشتار های میلیونی بین ۲۰۰۱ تا حال در افغانستان، وزیرستان، عراق، سوریه، یمن، لیبیا، مصر، سومالیا، سودان، غزه و فلسطین خجالت بکشد و خود را به محکمه ی بین الملل تسلیم نماید ، هنوز از ګویا خیالات قمار بازی لاس-ویګاس از کشتار بقیه ی افغانها هم دهن-کجی میکند!!!.
تف و لعنت بر این نیمچه دجال قرن ۲۱!.