تاند- د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت مرستیال والي وايي، د افغانستان په خاوره کې د یوه ایراني انجنیر د خلاصون لپاره د ایران د قدس ځواک د عملیاتو خبر دروغي دی.
د سیستان او بلوچستان ولایت مرستیال والي علي اصغر میر شکري نن /سې شنبه/ د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته وویل، دا خبره کاملاً ناسمه ده چې قدس ځواک د یوه ایراني انجنیر د خلاصون لپاره د افغانستان په نیمروز ولایت کې عملیات کړي او هغه یې راخلاص کړی دی.
د یکشنبې په ورځ ایراني اژانسونو د افغانستان نیمروز ته نژدې د ایران په هامون ولسوالي کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د اډې د قوماندان بریدجنرال محمد ماراني په قول ویلي و چې د افغانستان په خاوره کې دننه یې په یو لړ عملیاتو کې یو ایرانی برمته شوی انجنیر خلاص کړی دی.
د ایراني خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، دغه ایرانی انجنیر، چې حسین حاج ملک نومېږي، د قوس په ۲۳مه د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې تښتول شوی او د افغانستان یوه سرحدي ولایت ته وړل شوی و.
پرون /دوشنبه/ د افغانستان د نیمروز والي محمد سمیع تسل وویل چې افغان پوله ساتي هیڅ بهرني ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې عملیات وکړي.
تسل افغانستان ته د ایراني انجنیر د راوړل کېدو ادعا هم رد کړه.
ده ټینګار وکړ«نیمروز ولایت له ایران سره نژدې ۲۳۶ کیلو متره پوله لري، د دغه خبر له خپرېدو وروسته ما له ټولو سرحدي ځواکونو سره خبرې وکړې، د هغوی د معلوماتو پر اساس وایم داسې څه چې د ایران د قدس ځواک قوماندان وايي، نه دي شوي.»
د سیستان او بلوچستان مرستیال والي بهرني خبري اژانسونه په دروغ ویلو تورن کړي او ویلي یې دي چې «بهرنیو رسنیو غالباً د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د نیمروز سیمه د افغانستان له نیمروز ولایت سره غلطه کړې ده؛ عملیات د سیستان او بلوچستان ولایت د نیمروز په سیمه کې شوي دي.»
ده وویل چې د افغانستان پولې ته نژدې د ایران په سیستان او بلوچستان کې پنځه سیمې شته چې یوه یې نیمروز نومېږي او څلور نورې هامون، ظهاک، زابل او هیرمند بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د ایران تسنیم خبري اژانس د جنرال ماراني له قوله وویل«د قدس ځواکونو په یو لړ استخباراتي او عملیاتي اقداماتو کې د (جهاد نصر) شرکت یو انجنیر، چې د برمته نیوونکو له لوري د ګاونډي هیواد(افغانستان) یوه سرحدي ولایت ته وړل شوی و، وژغوره.»