تاند- د اسامه بن لادن د کورنۍ غړیو شرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي چې ایران په وروستیو کې د اسامه بن لادن زوی (حمزه) هڅولی چې د سعودي عربستان پر ځای افغانستان ته لاړ شي.
ورځپاڼه وايي چې حمزه بن لادن له خپلې مور سره په تهران کې اوسېده خو د دوی د کورنۍ نور غړي په سعودي عربستان کې دي.
شرق الاوسط وايي، څو سرچینو ورته ویلي«د اسامه بن لادن یو شمېر نور زامن، د هغوی ښځې او لوڼې له وړاندې لا له تهران څخه سعودي عربستان ته تللي دي.»
حمزه بن لادن د خیریه صبار لور ده. صبار د بن لادن یوه له ۴ مېرمنو څخه ده.
د بن لادن څلورم زوی ۳۷ کلن عمر شرق الاوسط ورځپاڼې ته وویل چې د ده ۵ سکه وروڼه او خویندې په تهران کې اوسېدل.
د عمر مور (نجوا غنیم) نومېږي.
عمر له تهران څخه د خپلو خویندو او وروڼو د ایستلو لپاره هڅې وکړې چې په نتیجه کې یې محمد، باقر، ایمان او عثمان خپل هیواد ته بېرته وګرځېدل.
د عمر په وینا د سعودي عربستان له جګپوړو چارواکو سره یې تماسونه نیولي و چې د ده د خپلوانو د بېرته ستنېدو لار هواره کړي.
ده هغه راپورونه تایید کړل چې پر اساس یې ویل شوي و چې د ده ورور (حمزه) د ابومحمد الامصري له لور سره واده کړی دی. الامصري د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې نېټې په حملو کې کې لاس درلود.
مخکې ځینو رسنیو اټکل کړی و چې حمزه بن لادن د سپټمبر د پېښې د یوه بل مهم برخوال محمد عطا له لور سره واده کړی دی.
ایران، هغه مهال چې په افغانستان کې طالبان واکمن ول او القاعده شبکه فعاله وه، د دواړو مخالف و، خو اوس یې ملي ګټې تقاضا کوي چې هم د القاعده غړي وساتي او هم د طالبانو ملاتړ وکړي.