تاند- ایران وايي چې د پاکستان پولې ته څېرمه د خپلو مخالفانو د تېرې شپې د حملې په ځواب کې یې شپاړس مخالفان اعدام کړل.

د ایران د سیستان او بلوچستان د سراوان په سني مېشته سیمه کې تېره شپه وسله والو کسانو، چې ویل کېږي، د ایران د شیعه رژیم مخالف سنیان ول، د ایران ۱۴ سرحدي ځواکونه ووژل او ۵ نور ژوبل کړل.

د دې برید په ځواب کې ایراني رسنیو نن وویل چې د دغه هیواد رژیم ۱۶ بندیان په دار وخېژول.

فارس نیوز خبري اژانس د سیستان او بلوچستان ایالت د څارنوالۍ د رييس محمد مرزیه له قوله وویل:«د نظام له دښمنې یاغې ډلې سره شپاړس تړلي غړي نن سهار نن د سیستان او بلوچستان ولایت د مرکز زاهدان په محبس کې د سراوان د پېښې په غچ کې په دار وخیژول شول.»

ده زیاته کړه:«موږ یاغیانو ته خبرداری ورکړی چې پر ملکیانو یا امنیتي ځواکونو هیڅ راز برید به بې ځوابه پرېنږدو.»

ده ونه ویل چې د نظام له دښمنانو څخه یې منظور څوک دي خو په دې سیمه کې سني بلوچان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. د دوی مشر شاوخوا دوه کاله پخوا ایران اعدام کړ.

3 thoughts on “ایران د خپلو سرحدي ځواکونو د وژل کېدو په ځواب کې ۱۶ مخالفان اعدام کړل”
  1. ده در کجا و درختان در کجا ؟
    کی جرم کرد و کی اعدام شد ؟ پس اسلام و رژیم آخندی کاملا از هم دور اند.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *