تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په تړاو هغو مذاکراتو کې هیڅ ګډون نه کوي چې افغان دولت په کې شامل نه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي وايي، د سولې په مذاکراتو کې د تهران ګډون د افغان دولت په مرکزي رول او حضور پورې تړلی دی، که داسې نه وي ایران په وضاحت سره څو ځله ویلي دي چې په هیڅ ډول مذاکراتو کې د افغان دولت له حضور پرته ګډون نه کوي.

 ښاغلي موسوي ټینګار کړی چې د سولې مذاکرات باید په افغانستان کې دننه وشي، خو که بهرني هېوادونه په افغانستان یوه داسې سوله تحمیل کړي چې د نړیوالو د ماتې په معنا وي، تهران به په کې هیڅ شریک نه شي.

 نوموړي د چین، پاکستان، روسیې او پاکستان څلور اړخیز چوکاټ ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د ټینګار په اړه ویلي، که د افغان سولې محتوا رښتیا هم تغییر کړی وي نو دې چوکاټ کې به هم شریک شي.

 دا په داسې حال کې ده چې روسیې په دې وروستیو کې د سولې هڅو ته د ایران د ورګډولو غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *