په عراق کې سخت دریځې اسلامپاله داعش ډله نه یوازې د عراق لپاره خطر دی، بلکې د ایران په ګډون د سیمې ټولو هېوادونو پر وړاندې لوی ګواښ ګڼل کېږي.‌ په عراق کې د داعش ډله نه یوازې عراق ته خطر جوړوي، بلکې د ایران ګټو پر وړاندې هم لوی ګواښ دی.‌ ایران په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش شتون د خپل ځان لپاره ګواښ بولي. او له دې ښکاري چې ایران له نویو ګواښونو سره مخ ده.

میاشتې کیږي چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت په نامه یوې تروریستي‌ ډلې احتمالي حضور ته په پراخه کچه تبلیغات کیږي او په داخلي رسنیو کې یې په اړه ضد او نقیض خبرونه خپاره کیږي.

نن ورځ، په افغانستان کې د داعش یا «اسلامي دولت» د فعالیت په اړه د دولتي چارواکو او مسوولینو ډول، ډول څرګندونې او د ځینی کورنیو او بهرنیو رسنیو خبرونو او راپورنو، ایران ته یو نا مکمل – خو ډېر و حشتناکه – تصویر وړاندې کړی دی. داعش په حقیقت کې هر څه چې دی او څنګه چې دی، لمن یې د عراق، سوریې، لیبا او مصر څخه نیولې بیا تر شمالي‌ افریقا او جنوبي، منځنی او شرقي آسیا پورې د غځېدو په حالت کې ده. هغه څه چې ایران یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

ایران په خپل بهرني سیاست کې د افراطي ډلو د کارولو څخه لاس اخیستونکى نه دی. دغه هېواد ډیر کله د عربي هېوادونو پر وړاندې د افراطي ډلو ملاتړ کړی د دغه هېواد مهم نظامي بنسټونه له ځانګړو افراطي ډلو سره ستراتیژیک اتحاد لري او د دغو افراطي ډلو په له لارې د افغانستان په ګډون په یو شمیر هېوادنو کې خپلې موخې تر سره کوي.

ایران چې تازه په دغه هېواد کې د داعش د حضور تر پیدا کیدو وړاندې ویریدلی دی، اوس هڅه کوي چې په افغانستان کې د داعش د پياوړي کیدو مخه د دې په خاطر ونیسي چې ګڼې ایران به هم ترې متضرر شي. ایران اوس هڅه کوي چې د طالبانو سره اړیکې ښیې کړي او تر دې وړاندې چې داعش دغه هېواد ته حضور یوسې د طالبانو له لارې یې مخه ونیسي.

له یوه لوري په افغانستان کې له طالبانو سره د روغې جوړې هڅې روانې دي له بل پلوه داعش په دغه هېواد کې په ورانکارو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، تر دې وړاندې ټولې جګړې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ ترسره شوې دي، خو اوس لیدل کېږي چې طالبان د افغان حکومت پر ځای د داعش سره په جګړو کې ښکلیږي. ایران هم د طالبانو او داعش تر منځ د اختلافاتو څخه په ګټې اخیستو غواړي وسلوال طالبان د داعش پر وړاندې ځواکمن کړي تر څو دغې تروریستي ډلې ته په سیمه کې ماتې ورکړي.

ایران هم په افغانستان کې د جنګ د ډګر اور بل ساتي. په دې کار سره هم غواړي چې په افغانستان کې خپلې ستراتیژیکې ګټې تظمین کړي او هم د نورو لپاره قراردادي دنده تر سره کوي. راپورونه خپریږي، چې اسلامي دولت ډله په افغانستان او پاکستان کې په ډېر جدیت سره د جنګیالیو د استخدام په حال کې ده. او ورځ تر بلې په دغو دوه هېوادونو کې یې فعالتونو ډیریږي. ایران په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش حضور او د ایران د ناامنه کولو لپاره د دې ډلې هڅو ته په کتو ددغه هېواد چارواکې په افغانستان کې د طالبانو پر ځواکمنتیا ټینګار کوي. تر څو داعش په افغانستان کې په جګړه کې مصروف پاتي شي او ایران ته په چټکۍ دننه نه شي.ایران چې د سترو ننګونو او ګواښونو سره مخ دی او په دغه هېواد کې ویره ډيره شوې ګواښونه له یوې نوې څپې سره چې د بڼې او اندازې له پلوه تر پخوا توپیر لري رامنځته کیدونکي دي. افغان بیچاره او رنځور ملت، له کلونو راهیسي د طالبانو په نامه د پردیو استخباراتي سازمانونو د لویو اهدافو لپاره جوړو شویو ډول، ډول تروریستي ډلو (لشکرې طیبه، لشکرې جنګوي…) د ترور، ظلم او تاوتریخوالي قرباني دی. په دغسې روانو حالاتو او ورسره رواني جګرې کې افغانانو ته دا دی یوه بله توره بلا پیدا شوه چې خدای خبر په دغه نامه (داعش) به اوس نور څو کلونه افغانان قرباني ورکوي او خاور به یې لا هم د پردو د جنګ میدان وي.

تر دې وړاندې چې ایران په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د طالبانو ملاتړ وکړي افغان حکومت ته په کار ده چې د مخنیوي لپاره یې هڅې پیل کړي. ایرن ددې پر ځای چې د افغان حکومت وسلوال مخالفین تقویه کړي په کار ده چې د افغان ملي ځواک سره مرستې وکړي تر څو په سیمه کې تررویزم پر وړاندې ښه اقدامات ترسره شي.

افغان ځواکونه ددې وړتیا لري چې د تروریزم سره په میړانه توګه مبارزه وکړي که هغه داعش، طالبان او یاهم القاعده پورې اړوندې ډلې وي، خو که ایران او یا هم بل کوم هېواد د ځان ژغورنې لپاره د افغان ځواکونو پرځای وسلوالې مخالفې ډلې د یوبل پر وړاندې تقویه کوي بیا دا د افغانستان د راتلونکي لپاره خطرناکه کیږي چې د تررویزم سره دې مبارزه کې بریالی شي. ایران ته د افغان طالب چارواکو د سفر اوازې داسې انګیرنې ورکوي چې ایران په لوی لاس د هغې جګړې اور بل ساتي چې ۱۴ کاله یې پاکستان اورلړونی و.

ایران دې د افغان حکومت سره په ګډه د دې تروریستي ډلې پر وړاندې په یوه منظمه پروسه کې مبارزه وکړي که ایران له یوې خوا طالبان وهڅوي او له بلې خوا له په دروغجنه توګه افغان حکومت سره د ملګرتیا ادعا لري بیا ښه يي چې ایران نه یوازې افغانستان ته ګواښ دی بلکه د طالبانو د ملاتړي هېواد په توګه ټولې سیمې ته ګواښ پيښولای شي.

افغانان به د ترهګرۍ ملاتړو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان امنیت بې ثباته کړي.‌ افغانان به د هرې بې ثباتۍ پر وړاندې د ایران دوه مخې سیاست پر وړاندې نیغ شي او اجازه به ورنه کړي چې په لوی لاس په افغانستان کې ختمېدونکې جګړه وغځوي. ایران باید په دې پوه شي چې د افغانستان بې ثباتي د دوی په زیان ده او که افغانستان کې د جګړې اور تر دې هم تود وساتل شي په ډير کم وخت کې به ایران د پاکستان د ناامنیو په څیر رنګ واخلي.

ژوندی دې وي افغان ملت

تل دي وي افغانستان

مړه او سپيره دې وي د افغانستان دښمنان

عزیز خان هوتک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *