ویل کیږي چې د ناندریزې تلیفوني مکالمې په جوړولو او خپرولو کې د ایران لاس دی، شک نشته! موږ هیڅ دوست نه لرو، هر یو اوبه خړوي او کبان پکې ګوري.
خو دا اټکل به پر ځای نه وي، چې ګواکې ایران د عبدالله په ګټه دا او دې ته ورته نور پټ کارونه او استخباراتي لاسوهنې کوي.
ایران لومړی دا هڅه کوي چې په افغانستان کې د دوی فرمایش منونکی او یو ګوډاګی ولسمشر وټاکل شي، تر څو خپلو ټاکلو اهدافو ته چې د رقیبانو هیوادونو په وړاندې یې لري او د افغانستان له لارې ورته شوني بریښي، په اسانه ورسیږي.
خو نه پوهیږم چې د ګوډاګي په موندلو کې خپل هدف ته رسیدلی کنه، اما د یو وفادار دوست د موندلو تر عنوان لاندې یې خپلې چارې ښې پر مخ راونې کړې دي.
په ټاکنو کې یې پوره لاسوهنه وکړه او لا کوي یې، زه خو ګمان نه کوم چې د ایران هدف دې دا وي، چې عبدالله باید په ټاکنو کې بریالی شي، ان په سلو کې دوه سلنه هم زما باور نه راځي.
دا ځل یې د لاسوهنې میکانیزم داسې دی، چې کرزی باید په واک کې پاتې شي او په موقت ډول د هغه د واک موده تر یو وخته پورې وغځیږي، چې دغه کار ته به د افغانستان ولس په ډیرې خوښۍ سره غاړه کښیږدي. ځکه چې د افغانستان خلک نور له جنګه ستړي دي، له وژنې او د وینو له رنګه یې کرکه کیږي او په هره پلمه یا بیه چې وي، جنګ او تباهۍ ته به نوره غاړه کښینږدي او یو نسبي پنا ځای به هم ومني.
وايي: مرګ ته یې نیسه، تبې ته پخپله راځي. افغان ولس به له مجبورۍ نه د مرګ پر ځای بیا هم تبه ومني، خو! البته د تبې به هم په دې اړ ویستلو کې پوره لاس وي.
ایران د عبدالله په ولسمشرۍ نه دی خوښ او نه هم د هغه په بریا کې د ځان لپاره کومه ګټه ویني.
دلیل یې ښه روښانه دی، ایران نه غواړي چې افغانستان د امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي او په ښکاره یې هم د دغه کار مخالفت ښودلی دی، خو عبدالله په دې اړه خپل دریځ داسې بربنډ کړی، چې که ولسمشر شو، نو لومړی اقدام به یې امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول وي. ښه نو، دا چې عبدالله د ایران په مخالفت کې واقع دی او هلته ایران د ده ملاتړ کوي، دا نو څه معنا لري؟
معنا یې ښکاره ده، لکه د پخوا په څېر چې تل یې د عبدالله او نورو په مرسته دلته ګډوډي جوړه کړې، اوبه یې خړې کړي او په يو ډول یې خپل اهداف هم تر لاسه کړي دي، دا ځل یې هم همغسې وبولئ!
دا ومنئ چې ایران ته تر عبدالله، کرزی ډیر ګټور دی ، یعنې د کرزي په شتون کې د ایران ګټې خوندي کیږي او په دې خبره باندې به ټول افغانان هم باور ولري، چې د کرزي اړیکي د ایران سره بیخي ډیرې نږدې دي.
کرزی په هیڅ قیمت امنیتي تړون د امریکا سره نه لاسلیکوي، چې دا کار د ایران په خیر دی، او په دغه خیر کې د سیمې ډیر هېوادونه شریک دي، چې ایران یې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ملاتړ هم د ځان سره لري.
ښه نو کله چې د کرزي په وسیله یو داسې کار کیږي، چې هغه د ایران غوښتنه ده، نو کله به ایران دې ته حاضر شي چې په اسانۍ سره کرزی د افغانستان له واکه لیرې شي، که نور هیڅ نه وي، تر هغه وخته خو به هڅه وکړي، تر کومه چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو نیټه پوره کیږي او په دې کې به یې د امریکا شتون له خپل څنګه له منځه وړی وي.
فکر کوم داسی ساده به هم نه وی . ایران د امریکا له نظامی اډو شاید ونه ډارشی او برعکس له هغه نه نوره سیاسی استفاده وکړی او د خپل ملت په ستونی نوره هم پښه ورکیږدی او هلته دموکراسی نوره هم خفه کړی . دوی به د پان فارسیزم او پان شیعه ایزم د خپرولو په برخه کی لانور هم تلاش وکړی.
کرزی په خپل وخت کی له ایران سره دوستانه اړیکی وساتلی چی تر ډیره د دواړو هیوادونو په ګټه تمامه شوی . خصوصا په اقتصادی ساحه کی زمونږ تجارتی او صادراتی ګراف تر پخوا ډیر لوړ شو خو که ایران پدی هکله نور هم رښتینی وای او د مداخلو پرځای یی له ښه ګاونډیتوب او واقعی اسلامی ورورولی کار اخیستی وای ، زمونږ بریالیتوبونه به نور هم زیات وو. خو متاسفانه دوی د افغانانو زړونه ونه ساتل او زمونږ اعتماد یی له لاسه ورکړ. له افغانانو سره چی د دوی خاوری ته ور اوښتی ول ، غیر انسانی او غیر اسلامی چلند کول او د هغوی بیرحمانه وژل او د خندا ویدیو ګانی ټولی نړۍ ولیدلی ، همداشان په پټه او ښکاره د دولت مخالفینو ته مرستی ورکول، د افغانستان پر ضد تبلیغاتی خپرونی او ګواکی چی د افغانستان خاوره د امریکا له خوا اشغال شویدی . دا په داسی حال کی چی د دواړو هیوادونو ترمنځ دیپلوماتیکی فعاله اړیکی او د سیاسی او قونسلی نمایندګیو موجودی دی ،
د خمینی کمټی تر نوم لاندی شیعه ګانو ته تبلیغاتی مواد برابرول او د کابل ښکلی ښار د خمینی پر عکسونو اوتورو ټوټو پوښل او ماتمسرای جوړول د کابل ښار په ړزه کی د شیعه خانو جوړول او داسی نور ډیر مثالونه شته چی یادول یی دلته ضرور نه دی ، د کرزی په دیارلس کلنه دوره کی ایران تر سره کړل.
ایران پوهیږی چی د کرزی دوره نوره ختمه ده او له هغه نه نور څه نه جوړیږی. نو بنا د خپلو لری او نژدی اهدافو لپاره یی عبدالله او محقق سره یوځای کړیدی. محقق خپل کوچنیوالی او ځوانی د قم په شیعه مدرسو کی تیرکړی دی او کله چی د افغانستان خلک د روس سره په جهاد بوخت وو ، محقق د ایران استخباراتی دستګاو له خوا جذب او هغوی ته یی لازم استخباراتی معلومات وړاندی کول. پدی هکله پوره شواهد وجود لری. دوی اوس د پښتو ژبی د پرمختګ او د پښتنو له یوالی ویره لری او په هر صورت چی وی د پښتنو په منځ کی نفاق خپروی او د هغوی پر ضد نور ورونه قومونه تحریکوی او هغوی ته لازم تبلیغاتی مواد په لاس ورکوی. چی یوه نمونه یی د ښاغلی امرخیل پر ضد تبلیغاتی ویدیویی دسیسه وه چی بالاخره خپل کار یی ورکړ. دوی د غزنی ولایت پښتانه اوسیدونکی له رایه ورکولو منعه کړل او پر ځایی د پښتنو پر ځای 14 شیعه ګان د افغانستان پارلمان ته را واستول تر څو د شیعه ګانو د احوال مذهبی قانون چی په مشهد کی جوړ شوی وو نافذ او زمونږ پر هیواد والو را وتاپه. همدارنګه ایرانی واژه ګانی چی د طلوع ، خورشید، آریانا او … ایرانی تلویزیونونو کی چی د افغانستان په داخل کی میشته دی، خپریږی تر څو زمونږ اصلی دری ژبه تر خپل نفوذ او تاثیر لاندی راولی. ډاکتر عبدالله ته بله هیڅ لاره نده پاته او دی به ضرور له ایران او روس سره یوځای خپل کورنی او بهرنی سیاست جوړوی او له ایرانه به مالی مرسته ترلاسه کوی. ایران به په هیڅ ډول ډاکتر عبدالله او محقق له لاسه ورنکړی. اوکه بله چاره ونه لری نو د ښاغلی دوکتور اشرف غنی احمدزی د ټیم د بریالیتوب په مقابل کی خنډونه اچوی تر څو سیاسی بحران په افغانستان کی دوام وکړی.