ایران له لویدیځ سره د اټومي هوکړې نه په سرغړونه د غني شویو یورانیمو اندازه له ټاکلې کچې واړوله.
راپور وايي، ایران له نړیوال تړون څخه خلاف تر ۳۰۰ کېلو ګرامو زیات یورانیم غني کړي دي.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اژانس هم د دې خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي ایران د جولای له اولې نیټې وروسته له ټاکلې اندازې څخه زیات یورانیم له ځانه سره ساتلي.
امریکا تېر کال ایران سره له اټومي تړون ووته اوپر ایران یې کلک بندیزونه ولګول چې ورسره د لویدیځ او ایران تر منځ د اټومي هوکړې راتلونکې هم په خطر کې پریوته.
په دې وروستیو کې چې د ایران او امریکا اړیکې خورا ترینګلې شوې، تهران د جون په ۱۷مه ګواښ وکړ که امریکا خپله رویه بدله نه کړي نو دوی به د جون تر ۲۷مې پورې د غني شویو یورانیمو کچه له ۳۰۰ کېلو ګرامو واړوي.