تاند- په داسي حال کې چې د افغانستان دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او چین په قطر کې د افغان طالبانو د دفتر د پرانستلو هرکلی وکړ، ایران د دغه دفتر پرانستلو ته په اشارې وویل چې د افغانستان شخړه د تحمیلي خبرو له لارې نه شي حل کېدای.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې د افغانستان مسله پوځي حل لار نه لري خو «تحمیلي خبرې او هغه هم په داسي حال کې چې په مرکزیت کې یې پردي وي، د افغانستان ملي ګټې پکې په پام کې نیول شوي نه وي او د دغه هیواد د خلکو استازي پکې ګډون ونه لري، نتیجه نه شي ورکولی.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عباس عراقچي په عین حال کې وویل چې په دې خوشاله دی چې نړیواله ټولنه که څه هم ناوخته وپوهېده خو دا یې ومنله چې پوځي حل لار ګټه نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا څرګندونې پرون وکړې، ویې ویل:«ایران د هغو خبرو ملاتړ کوي چې د بېلابېلو افغان ډلو ترمنځ وي خو شرط دا دی چې د افغانستان د خلکو د ګټو او د دغه هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کې وي.»

عراقچي دا هم وویل چې د ملي پخلاینې خبرې د چا تسلط ته اړتیا نه لري. د ده اشاره امریکا ته وه چې ګنې د قطر خبرې د امریکا تر چتر او تسلط لاندې ترسره کېږي.

ایران تل له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د لوېدیخو ځواکونو له حضور سره مخالفت کړی او عملاً یې دغو ځواکونو ته د ګوزار ورکولو لپاره د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو سره مشروطه مرسته کړې ده.

ایران د امریکا او د افغانستان د دولت مخالفانو ته مرسته ورکوي خو په مقابل کې یې له سخت دریځو څخه غواړي چې په کومو سیمو کې پر چا حمله وکړي او پر چا یې ونه کړي.

له ټولو نښو نښانو داسي ښکاري چې ایران د افغانستان اوسنی وضعیت، چې له امریکا څخه غچ اخیستلی شي او هم په افغانستان کې د ایران کلتوري، مذهبي او سیاسي نفوذ ته لاره اواره ده، د ځان په ګټه بولي.

6 thoughts on “ایران د قطر د سولې له بهیر سره مخالفت وکړ”
  1. گرانو افغانانو ورونو ایران زمونگ اوستاسی پ گته خبری نکوی همیشه دافغانستان په توان خبری کوی پدی بی پدی بیهوده خبرویی مه تیروزی

  2. موږ افغانان چاته اجازه نه ورکو چي زموږ په کورنی مسایلوکي نظر ورکړی هم دغه ګاونډیان دی چي په موږ کي دخپل شخص ګټو لپاره اور بل کړی اونو ر هم لمن او پیک ورته وهي

  3. ایران په تاریخ کې هم په کابل کې داسې رژیم نه دی لیدلی چې په دې اوسنۍ کچه پکې د ایران جاسوسان خوندي او ښاغلي وي، حتی د هیواد لومړی سړی یې هم په ډیره ارزانه خپل کړی دی. جالبه خو دا ده چې پر دغه جاسوسانو سرونه او پیسې امریکایان مصرفوي خو کار ترې ایرانیان اخلي، یانې د ایران بچیان خو د لوی لالا په قیمومیت کې. نو څنګه به ایران د موجود وضعیت د بدلون مخالفت نه کوي.

  4. ایران زموږ په هیواد کی داسی فرهنګی جګړه شروع کړی ده چي د امریکا او اپاکستان وژنه یی په مقابل کی هیڅ هم نه ده
    د بلی خواه د ګاونډی هیواد ایران لاس وهنه زمونږ په داخلی چارو کی ددی ښکارندوی دی چي د کابل حکومت د ایران نه باج(د جهور ریس د کورنی مصرف) اخلی ځکه په مقابل کی خپل غوڅ دریځ په ګڼو مسایلو کي نه شی ښکاره کولی

  5. ایران لا د چا سپی دی . وایی چی دوه به سره جوړ شی که ایران یی منځ کی نه و ی.

  6. ورونو موز بأيد دبهرنيو دداسي خبرو نه كته ولخلو. بأيد يو سو كه واقعن افغانان يو ترسو دي ته فآتي نه شو جي بل خبري راكي وكري أو ساعتيري يي جور كري كناه زموز ده .وايي خفل كور ساته همسايه غل مه نيسه. بعضي ورونه سمي خبري نه ليكي او دا زموز كمز وري بيانوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *