تاند، جمعه، د حوت ۲۳مه: د کډوالو چارو وزارت وايي، ایران د کورونا ویروس د خپرېدو راهیسې هره ورځ افغانستان ته له ۹ تر ۱۵ زرو پورې افغان کډوال په زور راستنوي.
د کډوالو چارو وزارت ویاند رضا باهر تاند ته وویل، یوازې پرون له ایران څخه ۹ زره کډوال را اړول شوي دي او په تېره اوونۍ کې له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو شمیر تر ۶ او ۷ چندو لوړ شوی دی، په داسې حال کې چې ایران به تر دې وړاندې د ورځې زر یا دوه زره کډوال په زوره افغانستان ته را اړول.
باهر زیاته کړه: (( ایران د تېرې سه شنبې په ورځ ۵ زره، د چهار شنبې په ورځ ۷ زره او د پنجشنبې په ورځ ۹ زره افغانان په اسلام قلعه بندر را اړولي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا وزارت ویلي وو، له پاکستان او افغانستان څخه راتلونکي افغانان باید په بندرونو کې تشخیص او تداوي شي که نه نو په افغانستان کې به دا ناروغي ناورین جوړ کړي.
تر دې دمه په افغانستان کې د کورونا ۱۷۰ مشکوکې پېښې او ۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
افغان حکومت د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر وقف کړي دي چې روغتیاپالان یې کافي نه بولي.