تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: د کډوالو نړیوال سازمان وايي ایران په تېره یوه اوونۍ د کورونا له وېرې ۲۰ زره افغانان له خپلې خاورې اخراج کړي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، دا شمېرې د مارچ له لومړۍ نېټې تر ۷مې پورې ثبت شوې دي چې ایران د هرات او نیمروز په بندرونو بې اسناده افغانان را اړولي دي، په داسې حال کې چې د سازمان په وینا دغه هیواد د کورونا له سخت ګواښ سره لاس و ګرېوان دی.
د کډوالو سازمان په وینا یوازې دا نه ده بلکې ایران په ۲۰۲۰ کال کې له پيله تر اوسه ۸۳ زره افغانان اخراج کړي دي او دا شمېرې د تېرو کلونو په پرتله ساری نه لري.
بلخوا افغان حکومت هم له ایران سره په پولو د افغانانو را اړولو ته اندېښمن دی او د جدي اقداماتو غږ یې کړی دی خو تر دې دمه افغانستان له کورونا سره د مبارزې لپاره یوازې ۲۵ میلیونه ډالر وقف کړي دي، چې ځینو ولایتونو یې په اړه د نه ور رسېدو شکایت کړی دی.
همدا راز د افغانستان د ملي امنیت شورا د کورونا د مخنیوي لپاره سږ کال د نوروز جشن منع اعلان کړ.
تر دې دمه د کورونا ۴ پېښې په هرات او ۳ په سمنګانو کې مثبتې ثبت شوې دي.