مېرمن ابتکار

تاند(پنجشنبه،د حوت ۷) په ایران کې د کورونا وایروسو د خپرېدو له کبله سبا (جمعه) په دې هیواد کې د جمعې د لمانځه په ګډون هر راز غونډې لغوه شوي دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، کورونا د دغه هیواد د ولسمشر مرستیاله هم نیولې. مخکې د ایران د روغتیا د مرستیال وزیر او د پارلمان د غړیو ناروغي تایید شوې وه.

ایران ظاهراً په کورونا وایروسو د ۲۷ تنو مړینه او د نژدې ۳۰۰ تنو اخته کېدا تاییدوي خو خلک وايي چې په کورونا تر دې څو چنده ډېر خلک مړه شوي او یا اخته شوي دي.

د ایران دولتي تلویزیون وايي چې په دې هیواد کې پر ۱۰۰۰ تنو شک دی چې د کورونا پر وایرسو به اخته وي.

د دغه هیواد د روغتیا وزیر سعید نما د پنجشنبې په ورځ وویل چې په لویو ښارونو په تېره بیا په هغو ښارونو کې چې د کورونا پېښې ثبت شوي دي، د جمعې لمونځ لغوه شوی دی.

د ایران دولتي راډیو وايي، په قُم ښار کې ۴۹ تنه، چې په کورونا اخته شوی وو، ښه شوي دي.

په ایران کې لومړی پلا د کورونا وایروس په قم کې تشخیص شو او افغانستان ته هم په کورونا لومړنی اخته کس له دې ښاره هرات ته راغی.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145253

د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار هم یوه له هغو کسانو څخه ده چې په کورونا اخته کېدا یې تایید شوې ده. په کورونا د اغلې ابتکار د اخته کېدا تایید ښيي چې په ایران کې تر هغه څه چې رسماً ویل کېږي خورا ډېر کسان اخته شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ