چاه بهار بندر

تاند- د ایران ولسمشر د نوي ډیلي د سفر په لړ کې له صدراعظم نریندر مودي سره موافقه وکړه چې د چاه بهار بندر به د ۱۸ میاشتو لپاره هند ته وسپاري.

دا بندر، چې د هند په پانګونه جوړ شوی، له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هند د سوداګري اړیکو او د اوبو له لارې د افغانستان تر ټولو پر مهمې تجارتي لارې د بدلېدو په حال کې دی.

د ایران ولسمشر د شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم نریندر مودي سره له کتنې وروسته وویل چې د دوو هیوادونو اړیکې خورا ژورې او نژدې دي او دواړه خواوې له تروریزم او سختدریځۍ سره په مبارزه کې کې همکاري کوي.

پاکستان په تېرو کلونو کې د خپلې خاورې له لارې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګري راکړې ورکړې مخالفت کړی او هند یې مجبور کړی چې د ایران پر چاه بهار بندر شاوخوا ۱۰۰ ملیون ډالره پانګونه وکړي څو له دې لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره سوداګري راکړه ورکړه وکړي.

هند تېره میاشت د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د چاه بهار بندر له لارې غنم ولېږل.

که څه هم د چاه بهار بندر د ترانزیت په اړه هند، افغانستان او ایران په ۲۰۱۶ م کال موافقه وکړه، خو د هند له لوري په دغه بندر کې کارونه تر توقع چټک پر مخ تللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *