د ایران د اسلامي مذاهبو د اسلامي تقریب د نړیوالې شورا سرمنشي محس اراکي

تاند- یوه ایراني ملکي چارواکي د لومړي ځل لپاره ومنله چې د طالبانو پلاوي ته یې د ایران د سفر بلنه ورکړې ده.

د ایران استخباراتو او سپاه پاسداران تېر او سږکال د طالبانو د قطر د دفتر غړیو ته د ایران د سفر بلنې ورکړې وې خو د ایران ملکي چارواکو تر دې مخکې هیڅکله له طالبانو سره د ایران په خاوره کې خبرې تایید کړي نه وې.

تېره اوونۍ په کابل کې د ایران سفیر وویل چې تهران له طالبانو سره تماسونه نیولي څو دا ډله سولې او خبرو ته وهڅوي.

خو اوس د ایران د اسلامي مذاهبو د اسلامي تقریب د نړیوالې شورا سرمنشي محس اراکي وايي چې د طالبانو منځلاري غړي یې په تهران کې د اسلامي یووالي دوه ورځني کنفرانس ته وربللي دي.

دا کنفرانس نن /پنجشنبه/ پرانستل شو او سبا /جمع/ هم دوام کوي.

اراکي
اراکي

ایران هر کال د ربیع الاول له دوولسمې تر اوولسمې پوري د اسلامي یووالي په توګه لمانځي او په دې لړ کې د نړۍ هغه مذهبي مشران او پوهان د اسلامي وحدت کنفرانس ته وربولي چې د دوی په نظر د اسلام او اسلامي نړۍ په اړه ایران ته نژدې لیدتوګې لري.

ویل کېږي چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د سږ کال په مې میاشت کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې تر وژل کېدو مخکې څو اوونۍ د ایران په خاوره کې تېرې کړې وې.

2 thoughts on “ایران رسماً تایید کړه چې د طالبانو استازي یې تهران ته وربللي”
  1. طالبان:د ایران له لوري ورکړل شوې بلنه هیڅ حقیقت نلري

    افغان ډاټ کام/احمد پیمان

    تیره ورځ په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د ایران له لوري طالبانو ته د وحدت اسلامي په نامه یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه

    خو نن د طالبانو له لوري یاده ادعا په کلکو ټکو وغندل شوه او دا یې یوه بې ځایه افوه ګنلې ده

    د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږلې پیغام کې ویلي دي چې داسې کومه هیڅ خبره نشته او د ایران له لوري طالب استازو ته د ګډون لپاره بلنه نه ده ورکړل شوې

    د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د طالب وسلوالو په اړه زیاتې داسې اوازې خپریږي چې ګواکې طالبانو خپلې سیاسي اړیکې هم پراخې کړي دي

  2. قابل توجه آیت الله خامنه ای و علمای امت اسلامی !
    آیات ( ۹ و ۱۰) سوره حجرات میفرماید که شما امراء و علمای امت اسلامی مکلف و مسؤلیت دارید که اګر دو طائفه ای از مؤمنان با هم می جنګیدند بلا وقفه بین شان صلح بر قرار کنید ودر صورت بغاوت کدام طرف با طرف باغی بجنګید تا مطیع امر خدا جل جلاله شوند باز میان شان عادلانه فیصله کنید زیرا مؤمنان باهم برادرند.
    این صلح در میان همسایګان کار کدام مؤمن است ؟
    آیا صلح ضرور است یا اصدار انقلاب فرقه ای که شدیدا اصطکاک داشته و باعث تباهی امت ګردید ؟
    صدور انقلاب به سوریه باعث اسلام حکام ملحد نشد بلکه ملت مؤمن سوریه را تباه و زمینه را برای قتل عام امریکا و روس را در سرزمینهای اسلامی شد. حلب امروز نتیجه صدور انقلاب شماست همچنان عراق و …..
    مظلومان امت اسلامی انتظار داشت که با اتمی شدن پاکستان و ایران از آنها حمایت خواهد کرد واز مشکلات خواهد کاست مګر صدور انقلاب به سوریه ،عراق ، یمن و ….. عکس العملهای شدید را برانګیخت که هزاران را زیر خاک ومیلیونها را آواره ساخت و میلیاردها دالر دارایی امت در جنګهای داخلی تباه شد و کاریست که دیګران نتوانست ولی شرانګیزان داخلی جاهل آب به آسیاب دشمن ریختند.
    بما با دوستان ملحد تان انقلاب صادر نکنید بلکه فریضه مسلمانی تان را ادا کنید ورنه ان شاءالله ریاکتور ظالمان خواهد سوخت و سنګباران خواهید شد خداوند جل جلاله بهترین انتقام ګیرنده از ظالمان است.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *