تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: د هرات د کډوالو ریاست وايي، ایران په تېرو لسو میاشتو کې ۸۷ زره او ۷۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې په زور اخراج کړي دي.

 د هرات د کډوالو رئيس جاوېد نادم  نن سه شنبه په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ایران لخوا په زور له خپلې خاورې اخراج کړیو افغانانو کې ۲ زره ماشومان او ۱۲۴ نور یې مېرمنې دي.

ښاغلي نادم ویلي، د ایراني پولیسو لخوا یې له افغان کډوالو سره د بد چلند پنځه پېښې هم ثبت کړې دي خو ټینګار کوي چې ددغو قضیو تعقیب باید افغان حکومت د دیپلوماتیکو لارو وکړي.

 بلخوا  د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم وايي، چې په هرات کې یې د ایران له قونسلګرۍ سره د افغان کډوالو د ځورونې او شکنجې په اړه اندېښنې شریکې کړې دي، خو له دې وروسته د مرکزي حکومت کار دی چې دا پېښې څرنګه تعقیبوي.

 دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو وزارت د شمرو له مخې لږ تر له درې میلیونه افغانان ژوند کوي چې یوازې ۹۰۰ زره یې قانوني د مهاجرت اسناد لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *