تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: ایران د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته په افغانستان کې طالبانو ته د امریکايي الوتکو د ویشتلو لپاره خاص توغندي ورکړي دي.
راپورونه ښيي چې په دې وروستیو کې د ګڼې افغان او امریکايي الوتکې په ځینو سیمو کې نسکورې شوي یا بیړنۍ ناستې ته اړ شوې دي.
د ارزګان د امنیه قومندانۍ سرپرست سردار محمد حیا وايي، ایران طالبانو ته د الوتکو ضد توغندي ورکړي دی تر څو یې په ښه شکل سره هدف وګرځوي: (( په دې تړاو مو له بیلابیلو سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې ایران د امریکا له لوري تر دې وړاندې څو ځله په منځني ختیځ او افغانستان کې د ملیشو په ملاتړ تورن شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت د نوامبر په وروستیو کې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې ایران د حزب الله، عراقي ملېشو، حوثي یاغیانو، فلسطیني ډلو او طالبانو ملاتړ کوي.
د ایران په اړه رحمت الله نبیل هم ویلي وو چې که سوله بریالۍ نشي طالبان شاید له ګاونډیانو پرمختللې وسلې او د الوتکو ضد توغندي ترلاسه کړي.