تاند، جمعه، د ثور ۴مه: د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیواد یې غواړي له افغانستان سره پر پوله د سوداګریزې راکړې ورکړې ګراف لا پياوړی کړي.

دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي ابراهیم طاهریان افغانستان ته د خپل سفر په پای شیبو کې د نیمروز له والي سید ولي سلطان سره په لیدنه کې کړې ده.

دواړو لوریو په دغه لیدنه کې د نیمروز په پوله د افغانستان او ایران د راکړې ورکړې د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی دی

 دواړو لوریو د کورونا له ویروس او سیلابونو سره د مبارزې په برخه کې هم تجربې شریکې کړې دي او د افغانستان او تهران په همکاریو یې خبرې کړې دي

دا په داسې حال کې ده چې د ایران ځانګړي استازي د هرات – خواف د ریل پټلۍ په اړه څو ورځې وړاندې په کابل کې له ولسمشر غني او د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره هم لیدلي وو او د سوداګریزو اړیکو په پراختیا یې ټینګار کړی و.

One thought on “ایران غواړي د نیمروز په پوله له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي”
  1. د سوداګرۍ او اړیکو پراختیا د افغانستان او ایران په ګته ده ، خو د داسې مهمو مسایلو په هکله سلا مشورې ، خبرې او پلانونه باید د دواړو هېوادونو د باصلاحیته او مسوولو کسانو او مراجعو له لارې تنظیم او پرمخ یو وړل شي. افغانستان او ایران دواړه د مرکزي سیستم دولتونو څښتنان دي . مسوول کسان دولت او ولس ته ځواب ورکوونکي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *