غني له خامنه يي سره

تاند- د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي پرون /دوشنبه/ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې له هغه غوښتي چې د هلمند سین د اوبو مسله حل کړي.

د علي خامنه يي د رسمي ویبپاڼې د راپور له مخې، خامنه يي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل چې ایران او افغانستان د ګډ کلتور په شان مشترکات لبري نو د اوبو په شان مسایل باید د دوو هیوادونو ترمنځ د لانجې سبب نه شي.

د ایران د مذهبي مشر د ویبپاڼې پر اساس، د افغانستان ولسمشر په ځواب کې وویل چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د متخصصانو په کچه غونډو کې د افغانستان او ایران په پولو کې د اوبو د تقسیم په اړه خبرې وشي.

ده هیله وکړه چې دا مسله په مناسب ډول حل شي.

تر دې وړاندې په تهران کې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور ایرنا خبري اژانس ته ویلي و، کابل حاضر دی چې د هلمند سین د اوبو پر وېش له ایران سره موافقه وکړي.

د پر له پسې وچکالیو له کبله د هلمند سین اوبه کمې شوي خو ایران لا هم د هومره اوبو غوښتونکی دی چې دوو هیوادونو په ۱۳۵۱ لمریز کال پرې سلا کړې وه.

ایران پر دې سربېره په فراه او نیمروز کې د بخش اباد او کمال خان بندونو د جوړېدو مخه نیسي.

One thought on “ایران له افغانستانه د هلمند سین د اوبو د وېش غوښتنه وکړه”
  1. ایران دافغانستان تاریخی او فرصت طلبه دښمن دی هیڅکله به دوست نشی دمداخلی او حملی دپاره فرصت لټوی ، مداخله کوی ،جاسوسان او اجنبی پرستان روزی او دهری خوا خراب کاری کوی . ۱وس چی دچابهار دپرانیستلو خبره منځ ته راغله نو دهلمند اوهریرود داوبو خبره یی راپورته کړه پداسی حالکی چی داوبو موضوع یواخی دافغانستان اوایران خبره ده مګر دچابهار بندر د څو هیوادونونوترمنځ ګټه اخستنه ده باید یو دبل څخه جلا شی . . .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *