تاند- په کابل کې د ایران سفیر وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ په سوداګري راکړو ورکړو کې د اسانتیا راوستلو لپاره پر هریرود سین ترانزیتي پُل جوړوي.
په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي نن /یکشنبه/ د افغانستان له دوهم مرستیال ولسمشر سرور دانش سره په کتنه کې د دوو هیوادونو د تجارتي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
ښاغلیو دانش او بهرامي په داسي حال کې د دوو هیوادونو پر سوداګري اړیکو او د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې وکړې چې پاکستان خپلې لارې پر افغانستان بندې کړي او د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه په ټپه درېدلې ده او دې مسلې د پاکستان پر ځای د متبادلو لارو د موندلو لپاره د افغان چارواکو اراده لا جدي کړدې ده.
نن په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال وویل، په ۲۰۱۵ م کال د افغانستان او پاکستان د سوداګري راکړو ورکړو اندازه تر ۳ ملیارد ډالرو اوښته خو په ۲۰۱۶ کې یو نیم ملیارد ته راټیټه شوې ده.
ده دغه راز وویل«چین، ایران او هند به ژر د افغانستان په بازارونو کې د پاکستان ځای ونیسي او اسلام اباد به دا تر ټولو ستر مارکیټ له لاسه ورکړي.»
په کابل کې د ایران سفیر له افغانستان سره د سوداګري راکړو ورکړو د زیاتولو لپاره پر هریرود سربېره پر هلمند سین هم د پُلونو د جوړولو ژمنه وکړه.
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال ایراني سفیر ته وویل چې باید د دوو هیوادونو ترمنځ د تجارت د لا غوړېدا او د ترانزیت د پراختیا لپاره د چاه بهار بندر له لارې واردات او صادرات ډېر شي.
د هند په شاوخوا ۱۰۰ ملیون ډالره پانګونه د چاه بهار بندر پراخېږي څو د افغانستان، ایران او هند ترمنځ راکړې ورکړې زیاتې شي.
دا بندر د پاکستان پر کراچۍ او واګې بندرونو د افغانستان اتکار پای ته رسوي.
ایران وايي چې تراوسه پوري ۱۱۰ افغان سوداګرو او پانګوالو په چاه بهار بندر کې د لسګونو ملیون ډالرو پانګونه کړې ده.
په کابل کې د ایران سفیر همداراز ویلي چې افغان محصلانو ته ۲۵۰ سکالرشیپونه ورکوي چې د ایران په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.