تاند- د افغانستان او ایران ترمنخ سوداګري راکړه ورکړه یو ملیارد او ۸۰۰ ملیون ډالره ته ورسېده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې اوس ایران د افغانستان تر ټولو په ستر تجارتي شریک بدل شوی دی.

پخوا پاکستان د افغانستان تر ټولو لوی سوداګري شریک و.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې نن /دوشنبه/ وویل، له ایران سره د افغانستان سوداګري راکړه ورکړه ۱۸ سوه ملیون ډالرو ته رسېدلې او دې هیواد د افغانستان د تر ټولو ستر سوداګري شریک ځای نیولی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د ۱۸ سوه ډالرو راکړې ورکړې په سلو کې ۸۰ له ایران څخه افغانستان ته واردات دي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په وینا د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه په سلو کې ۵۰ کمه شوې. پخوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ راکړې ورکړه اندازه د کال ۲ ملیارد ډالره وه، خو اوس یو ملیارد ډالرو ته ټیټه شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګري راکړو ورکړو په کمېدو کې اصلي تاوان پاکستان کوي ځکه چې افغانستان واردوونکی هیواد دی.

پاکستان په ځلونو تجارت له سیاسي مسایلو او پر افغانستان له فشار راوړلو سره تړلی دی او اوس د خپل دغه ناسم دریځ تاوان ورکوي.

ګومان کېږي چې د چاه بهار بندر له فعالېدو سره به د افغانستان او پاکستان سوداګري راکړه ورکړه نوره هم لږه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *