ایران تازه له طالبانو سره اقتصادي او نظامي مرستې پراخه کړي او د دې په بدل کې طالبان اړ دي چې د ایران ګټې په افغانستان کې خوندي کړي.

تازه موندنې ښيي چې د ځینو طالب مشرانو کورنۍ په ایران کې اوسیږي او له دې لارې ایران او طالبان سره له نږدې اړیکې پالي.

تېرو کلونو کې یوازې په پاکستان اسناد او شواهد وړاندې کېدل چې له طالبانو سره اړیکې لري او دغه هېواد په افغانستان کې د جګړې لپاره د وسلوالو طالبانو سره پوځي او اقتصادي مرستې کوي، اوس د باوري سرچینې وایي، د پاکستان سربېره ایران هم طالبانو سره همکاري لري.

سرچینې مالومات ښيي ((زمونږ د مالوماتو پراساس د طالب مشرانو کورنۍ ایران ته استول شوي او ایران له طالبانو سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو سربېره په پوځي برخه کې هم خپلې مرستې کړي دي. ایران سره دا اړیکې د ملا نعیم بړېڅ له لوري نیول کېږي))

د طالبانو او ایران اړیکې وروسته له هغې ښکاره شوې چې د طالبانو مخکینی مشر ملا اختر محمد منصور هم هغه وخت د برید لاندې راغی له ایران څخه کویټې ته ستنیده.

طالبانو د هر هغه هېواد غیږ ته ځان اچوي چې پيسې ورکړي، د جګړې امکانات ورکړي او د طالبانو د مشرانو لپاره اسوده ژوند برابر کړي.

طالبان د ایران تر څنګ روسیې سره هم نږدې اړیکې لري، وسلې، تیل او نغدې پيسې ترې ترلاسه کوي او په بدل کې یې د روسیې ګټې په افغانستان کې پایلي.

د دې لپاره ښه ثبوت دا دی چې اوس له ایران او روسیې سره ګاونډي ولسوالۍ او ولایتونه ناامنه شوي او طالبان د مرګ په بیه هم دا سرحدونه نه پریږدي چې امن شي.

طالبان له دې لارو امکانات ترلاسه کوي او ایران او روسیې مشاورین د طالبانو د جګړو لیکو ته راځي، مشورې ورکوي، دستور ورکوي او په بدل کې یې پيسې او مکانات ورکوي.

د ایران او روسیې ځینې ګټې داسې دي چې هیڅ له اسلام او بشریت سره اړخ نه لګوي، خو دا چې طالبان مجبور دي د پيسو په بدل کې دا دستورونه ومني، بیا یې مسوولیت نه مني.

افغانستان کې د روان جنګ زیاته برخه ګاونډیو هېوادونو پورې تړل کېږي چې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره استخباراتي جګړې کار اخلي او د افغان حکومت د وسلوالو سره همکاري کوي.

ډېر شمېر ولایتونه پخوا او نن د داسې بریدونو شاهدان هم دي قرباني یې ولسي خلک دي ولې مسولیت یې کومه ډله نه اخلي.

ډېر هغه بریدونه چې مسولیت یې نه وي منل شوی کچه یې لوړه ده او زیات د استخباراتي موخو لپاره کېږي چې وسلوالې ډلې غواړي حکومت د فشار لاندې راولي او په دې اساس خپلې موخې تعقیب کړي.

هغه بریدونه چې ملکیان یې قرباني وي، طالبان یې مسوولیت نه مني، لامل دا دی چې له طالبانو کرکه نوره هم زیاتیږي، ځکه یې طالبانو مسوولیت نه اخلي، خو دا بریدونه طالبان د ایران، روسيې او پاکستان د ګټو لپاره کوي.

طالبان کم عمره هلکان په فریبانه تبلیغاتو تير باسي او بیا یې د بریدونو لپاره کاروي، داسې بریدونه چې هیڅ مذهب او انسانیت کې نشته، خو دا چې طالبان د پيسو لپاره دا کار کوي، بیا یې مسوولیت نه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *