تاند- ایران له ملګروملتو وغوښتل چې د دغه هیواد او افغانستان ترمنځ د اوبو د وېش په مسله کې دخالت وکړي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې له ملګروملتو څخه دا غوښتنه د ایران مرستیال ولسمشر عیسي کلانتري وکړه.

د ایرنا پر اساس، ښاغلي کلانتري، چې د ایران د چابېریال ساتنې رييس هم دی، د ملګروملتو د اوسېدونکو له همږغوونکې مېرمن اوګوچي دانیل سره په کتنه کې د خپل هیواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې رامنخته شوي بحران او د دې ولایت د نیم ملیون اوسېدونکو ستونزو ته په اشارې وویل«افغانستان د امریکا د فشار او مداخلې له کبله ایران ته د اوبو د ځانګړې شوې ونډې، چې دوو هیوادونو پرې رسماً موافقه کړې ده، له ورکولو ډډه کوي او له دې امله د ایران د خلکو روغتیا او اقتصاد له خطر سره مخامخ شوی دی.»

افغانستان په ځلونو ویلي چې پر ایران یې اوبه بندې کړي نه دي خو د پر له پسې وچکالیو له کبله د افغانستان د سیندونو اوبه کمې شوي دي.

سږ کال په افغانستان کې بې سارې وچکالي ده چې له کبله یې په لکونو افغانان بې ځایه شوي دي. اکثره بې ځایه شوي افغانان یوازې سرپناه او وچه ډوډۍ غواړي خو حکومت او مرستندویې ټولنې نه شي کولی چې د هغوی د ستونزو غم وخوري.

مرستندویو ټولنو خبرداری ورکړی چې په سږني ژمي کې به ښايي د ډېرو بې ځایه شویو کورنیو ماشومان د یخنۍ او د کافي خوراک د نه رسېدو له کبله له ژونده بې برخې شي.

ایران پر افغانستان د اوبو په خاطر او پر امریکا د بندیزونو په خاطر د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو مالي او پوځي ملاتړ زیات کړی دی چې له کبله یې د افغانستان اقتصادي ستونزې لا ډېرېږي او دا په یو نه یو ډول ایران په خپله اغېزمنوي.

خو د ایران مرستیال ولسمشر ښاغلی کلانتري وايي چې ایران د اخلاقي اصولو او ښه ګاونډیتوب د نورمونو له مخې څه باندې دوه نیم ملیون افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده.

ده ادعا وکړه«درست قانوني افغان کډوال له هغو ټولو امتیازونو برخمن دي چې ایرانیان یې لري.»

کلانتري په ایران کې د اوبو د کمښت د مسلې د یادونې په ترڅ کې وویل، په ایران کې دا ستونزه د نړۍ تر نورو برخو جدي ده.

ایرنا د ملګروملتو د استازې په قول ویلي چې ملګري ملتونه د بېوزلۍ له منځه تګ، د ولسونو هوساینې، خوندي چابېریال او دوامدار پرمختګ ته لومړیتوب ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *