تاند- د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني د افغانستان د ملي امنتیت سلاکار محمد حنیف اتمر ته ټېلفون وکړ او پر شاهین قول اردو یې د طالبانو د تروریستي دلې حمله وغندله.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، شمخاني تېره شپه له ښاغلي اتمر سره په خبرو کې د شاهین قول اردو د تروریستي برید په خاطر د افغانستان له حکومت او ملت سره غمرازي څرګنده کړه او له افغانستان سره یې د ایران هرراز مرستې ته چمتووالی اعلان کړ.
علي شمخاني د افغانستان د حکومت، سیاسي ډلو او ملت لپاره لازمه وبلله چې د تروریستي ډلو پر ضد جدي او کلکه مبارزه وکړي.
ده همداراز وویل چې د کابل او تهران ترمنځ د ګډو استخباراتي او امنیتي همکاریو چټکتیا به د دوو هیوادونو له امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.
د ایران د ملي امنیت شورا منشي د سیمې یو شمېر هیوادونه د افغانستان د امنیت او د قانون نافذوونکو ادارو په زیانمنولو تورن کړل، ویې ویل چې هغوی په دې وسیله غواړي چې په سوریه او عراق کې مات شوي ترهګر افغانستان ته ولېږدوي.
ایران په افغانستان کې د داعش ډلې د نفوذ پر زیاتېدا ځانګړې اندېښنه لري.
ایراني رسنیو د شمخاني له قوله نه دي ویلي چې د سیمې له هیوادونو د ده منظور کوم هیواد یا هیوادونه دي خو افغان استخباراتي او امنیتي ادارې باور لري چې داعش د پاکستان له لوري د دې لپاره ایجاد شوی چې نور هیوادونه د دې ډلې د مخنیوي په خاطر طالبانو ته پناه یوسي او یا لږترلږه د طالبانو افراط غنیمت وبولي.
د وروستیو راپورونو له مخې د شاهین قول اردو په تروریستي برید کې له ۱۴۰ تر ۲۰۰ تنه زلمي سرتېري شهیدان شوي او ۶۶ نور ژوبل شوي دي. اکثره کسان د قول اردو په جومات کې شهیدان شوي دي.
دا برید د ۱۰ تروریستانو له لوري وشو.