د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي

تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې هیواد یې پرون /یکشنبه/ د افغان طالبانو د یوه پلاوي کوربه و.

د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي نن /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان په اړه یې سلامشورې پیل کړي او په دې لړ کې به ژر د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر افغانستان ته سفر وکړي.

ده وویل، په دې سفر کې به، چې افغانستان ته د ایران د ملي امنیت د سلاکار علي شمخاني له تګه وروسته کېږي، د دوو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیک سند په ګډون پر بېلابېلو اقتصادي، سیاسي او کلتوري مسایلو خبرې وشي.

بهرام قاسمي تهران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه وویل«زه تاییدوم چې د طالبانو پلاوي تهران ته راغلی. وروسته له دې چې ښاغلي شمخاني په افغانستان کې لیدنې کتنې وکړې، پرون د طالبانو یو پلاوی تهران ته راغی. طالب پلاوي د ایران د باندنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي سره مفصلې خبرې وکړې.»

د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی زیاته کړه، دې ته په پام چې د افغانستان نیمايي خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده، او په افغانستان کې ناامنۍ او بې ثباتۍ ته په کتو، د افغانستان حکومت ته خبر ورکړل شو چې د طالبانو پلاوی ایران ته سفر کوي. «د دې خبرو اصلي هدف په افغانستان کې د سولې د پروسې د پرمخ بیولو لپاره د افغانستان د حکومت او افغان ډلو ترمنځ له خبرو اترو سره د مرستې او د یوې حللارې موندل و. ایران د افغانستان د ګاونډي او په سیمه کې د مهم رول لرونکي هیواد په توګه د افغانستان له حکومت سره له خبرو وروسته لېواله و چې د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم رول لوبوي. لازمه وه چې خبرې پیل شي او اوس به وګورو چې د افغانستان له حکومت سره د دې ډلې (طالبان) له خبرو سره مرسته کولی شو او که نه. د تهران پرونۍ خبرې مهمې وې.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی تاکید وکاوه چې له طالبانو سره دا خبرې د افغانستان د حکومت په مشوره شوي دي.

ده په عین حال کې وویل چې ایران یوازینی هیواد نه دی چې له طالبانو سره یې خبرې کړي، ګڼ هیوادونه له طالبانو سره تماس لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی په وینا اوس به د ایران د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال کابل ته لاړ شي او له طالبانو سره د خپلو خبرو جزییات به له افغان چارواکو سره شریک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *