تاند- د ایران د عدلیې وزیر سید علیرضا اوايي وايي، شاوخوا ۵ زره افغانان د ایران د بېلابېلو ښارونو په محبسونو کې بندیان دي.
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، اوايي دا خبره د افغانستان د عدلې له وزیر عبدالبصیر انور سره په تهران کې د کتنې په مهال وکړه.
اوايي د کابل او تهران ترمنځ د استرداد یا یو بل ته د بندیانو د سپارلو د لاسلیک شوې موافقې تطبیق ته په اشارې وویل«په دې برخه کې همکاري ښه ده. د ایران په زندانونو کې د افغان اتباعو د ستونزو د حل کولو لپاره د دوو ګاونډیو ترمنځ نورې همکارۍ ته اړتیا ده.»
د ایران د عدلیې وزیر په وینا ډېر شمېر افغانان د مخدرو موادو په اړوندو جرمونو نیول شوي دي.
د افغانستان او ایران د عدلیې وزیرانو د کتنې په مهال د بشري حقونو او نړیوالو چارو لپاره د افغانستان د عدلیې مرستیال وزیر محمود عباسي وویل چې نژدې ۶۵۰ افغان بندیان په تېرو دوو کلونو کې د ایران له لوري افغانستان ته سپارل شوي دي.
د دوو هیوادونو د عدلیې وزیرانو د غونډې په پای کې د افغانستان او ایران پلاوو د همکارۍ دوه موافقې لاسلیک کړي.
ایرنا د موافقې د څرنګوالي جزییات په خپل راپور کې نه دي څرګند کړي.