د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي

تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سولې لپاره د امریکا د وروستیو هلوځلو مخالفت وکړ، ویې ویل چې د امریکا له دې ډول اقداماتو داسې ښکاري چې دا هیواد په افغانستان او سیمه کې نور هدفونه لري او د افغانستان په سوله کې جدي نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي د دوشنبې په ورځ په تهران کې وویل، امریکا د ځینو ستونزو او خنډونو، چې پخپله یې پخوا رامنځته کړي دي، د جبرانولو په لټه کې ده.

ده افغانستان د سولې په اړه د امریکا وروستیو هلوځلو ته په پام وویل«له افغانستان او د سیمې له نورو هیوادونو سره په اړیکو کې د امریکا هدف روښانه دی او امریکا د هیوادونو د ثبات هڅه نه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی خپله اصلي خبره وروسته وکړه، او د عربستان، امارات او قطر په شان عربي هیوادونو ته د زلمي خلیلزاد سفرونو ته په اشارې یې وویل«داسې نه شي کېدای چې یوازې له څو هیوادونو سره د افغانستان د مسلې او په دې هیواد کې د سولې په اړه خبرې وشي او دا مسله دې حل شي.»

ده همداراز وویل«که امریکا په افغانستان کې د حقیقي سولې په لټه کې وي، باید له متفاوتو پالیسیو او طریقو کار واخلي چې نتیجه ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لوري د خاص استازي په توګه د

زلمي خلیلزاد ګومارنې ډېر افغانان هیله من کړي چې امریکا د افغانستان د مسلې حل ته پام اړولی او تر پخوا جدي شوې ده.

ایران هم، چې اوس یې په طالبانو کې نفوذ زیات شوی، غواړي چې د افغانستان د مسلې په هرراز حل کې امتیاز ترلاسه کړي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې ایران په وروستیو کلونو کې د وسلو او پیسو د ورکولو او د پناهځایونو د برابرولو له لارې د طالبانو په منځ کې خپل نفوذ زیات کړی دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور چې په بلوچستان ایالت کې ووژل شو، د حملې په مهال له ایران څخه کوټې ته روان و.

One thought on “ایران وايي، یوازې له څو هیوادونو سره په خبرو د افغانستان مسله نه شي حل کېدای”
  1. افغانان د سولی د سمندر تږی دی
    د سولی د رامنځته کېدو څرنګوالی مهم ندی بلکه د سولی د راتګ زېری مهم دی په هره توګه او د هر چا لخوا چه وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *