تاند- ایران وايي، د دغه هیواد د رضاکار ځواک ۱۴ غړي د نفوذي عناصرو له لوري مسموم شوي او بیا پاکستان ته تښتول شوي دي.
د ایراني چارواکو په وینا دا کسان نن سهار وختي د ۴ او ۵ بجو ترمنځ د ایران او پاکستان د سرحدي بندر میرجاوې د لولکدان په صفري نقطه کې تښتول شوي دي.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایران د قدس مځکني ځواک نن /سې شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ایراني رضاکار ځواک (بسیجیانو) سره د انقلاب ضد نفوذي عواملو خیانت او چل کړی، لومړی یې هغوی مسموم کړي او بیا یې د پاکستان خاورې ته بېولي دي.
ایراني رسنۍ وايي چې د «جیش الظلم» ډلې، چې ګومان کېږي بلوچ یا سُني بېلتون غوښتونکي وي، ایراني ځواکونه پاکستان ته وړي او ایران د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دغو کسانو په ژغورلو کې مرسته وکړي.
خو د «جیش العدل» په نوم سُني ډلې ویلي چې دوی د ایران د بسیج ځواکونه تښتولي دي.
ایران دا ډله تروریستي او په سعودي او امریکا پورې تړلې بولي او همداراز د جیش العدیل پر ځای یې جیش الظلم نوموي.
جیش العدیل سُني ډلې ویلي«ځواکونه مو نن سهار په میرجاوه ولسوالي کې د جنایتکارو ځواکونو پر یوې څارونکې پوستې په حمله کې بریالي شول چې د دې اډې ځواکونه په بشپړ ډول بې وسلې کړي.»
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د ۱۴ تښتول شویو ایراني ځواکونو په منځ کې دوه تنه استخباراتي مامورین هم شامل دي.
د ایران په بلوچستان ولایت کې په ځلونو د سُني جیش العدیل ډلې او ایراني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.
د ایران په بسیج یا رضا کارو ځواکونو کې تر ټولو متعصب عناصر راټول شوي او له همدې کبله یې په بلوچستان کې ځای پرځای کړي دي.