تاند- ایران وايي، له افغانستان سره د بندیانو د تبادلې د موافقې پر اساس ۲۳۰ تنه په جرمونو محکوم شوي افغان بندیان افغانستان ته سپاري.

د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د عدلیې مرستیال وزیر محمود عباسې د یکشنبې په ورځ وویل، دا بندیان د هغې موافقې له مخې افغانستان ته سپارل کېږي چې ۲ میاشتې پخوا په تهران کې د بندیانو د استرداد په اړه د دوو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوه.

د ایران د عدلیې مرستیال وزیر محمود عباسې

عباسي همداراز وویل چې د روان لمریز کال تر پایه به ایران افغانستان ته ۷۰۰ بندیان وسپاري.

د ده په وینا اکثره افغان بندیان د نشه يي موادو او یا ایران ته د غیرقانوني اوښتو په جرمونو نیول شوي دي.

د ایران د عدلیې مرستیال وزیر وايي چې افغان بندیان به د خپل قید پاتې موده د افغانستان په محبسونو کې تېره کړي.

ده په یو وار د دومره شمېر بندیانو سپارل بې ساری وباله.

د دغه ایراني چارواکي په وینا دا بندیان د ایران د فعالې دیپلوماسۍ په نتیجه کې افغانستان ته استول کېږي.

تر دې وړاندې افغانستان یو شمېر ایراني مجرمان له نیولو وروسته ایران ته سپارلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *