تاند- دایران د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه په خپل لومړني غبرګون کې وویل چې تهران په افغانستان کې د افغانانو د پاکو رایو پر اساس د واک د سوله ییز لېږد او د یوه غښتلي، پراخ بنسټه او مشروع حکومت د جوړېدو هیله لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه کې دا خبره وروسته له دې وکړه چې پاکستان، هند، امریکا، اروپايي اتحادیې، ملګروملتو، چین او روسیې د افغانستان د انتخاباتو د ابتدايي پایلو په اعلانو پسې د جنجالونو په اړه اعلامیې خپرې کړې.
د ایران د باندنیو چارو وزارت ویلي:«د ایران اسلامي جمهوریت د افغانانو رایو ته په درناوي د افغانستان د انتخاباتو د نهايي ګټونکي، چې د شکایتونو او درغلیو له څېړلو وروسته به اعلان شي، ملاتړ کوي.»
د ایران د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي، تهران باورمن دی چې د افغانستان راتلونکی بریالیتوب له پراخ بنسټه او د افغانانو د پاکو رایو پر اساس له جوړ شوي حکومت سره تړلی دی.
ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د افغانانو پراخ ګډون حماسه بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان خلکو د رایو له لارې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره خپله غوڅه اراده او سیاسي بلوغ څرګند کړ.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې شاوخوا ۸ ملیون افغانان د رایو صندوقونو ته لاړل او خپلې رایې یې استعمال کړې.
د افغانستان د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان د درغلیو د څېړلو غوښتونکي دي خو د دې پروسې پر سر اختلاف لري.
اشرف غني احمدزي ویلي چې د افغانستان د قانوني او مسوول اورګان یعني د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر مشرۍ لاندې دې د دواړو کاندیدانو د استازو او د ملګرو ملتو د څارونکو په وړاندې د ۷ زره محلونو رایې له سره وشمېرل شي.
خو عبدالله عبدالله، چې په پیل کې یې د دې شمېر محلونو د رایو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه کړې وه، اوس د ۱۱ زره محلونو د رایو د بیا څېړلو د غوښتنې ترڅنګ د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون رول ردوي.
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم مهم غړی او د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې دوهم ځلي انتخابات نه مني او د لومړي پړاو انتخاباتو د پایلو پر اساس دې پرېکړه وشي.
ښاغلي نور د چهارشنبې په ورځ په مزارشریف کې د جرمني له سفیر سره په کتنه کې وویل چې له دې پرته بله هیڅ لار نشته.
د ښاغلی عبدالله ټیم هره ورځ نوی بانی لټوی . دوی ته د افغانستان اقتصادی او سیاسی حالت چی هره ورځ د بحران خواته روان دی مهم نه دی. که څه هم دوی ناری وهی چی د خلکو رایوساتونکی یو خود خلکو سوکالی نه غواړی فقط په هر صورت چی وی یا ارګ او یا مرګ. د دوی هر عمل د افغانستان له اساسی قانون سره په تضاد کی دی. کوم کمیسیونونه چی د اساسی قانون سره مطابق د جمهور رییس له خوا جوړشوی او ترڅو چی د دوی په خوښه یی کار کړی وو ښه و خو نن چی د دوی رایی کمی دی ، نه یی منی. د هیوادولسمشر چی د اساسی قانون مطابق او د مشروعو انتخاباتو په نتیجه کی ټاکل شوی دی ، نه یی منی.
ښاغلی عطا محمد نور ته چی د جرمنی هیواد سفیر کومه مشوره ورکړی چی « لومړي پړاو انتخاباتو د پایلو پر اساس دې پرېکړه وشي.» د اساسی قانون خلاف یو کار دی ، ځکه چی هلته هیچا پنځوس جمع یو نه وو پوره کړی. اوس خو د دواړو لوریو په انتخاباتی ټیم کی تغییر راغلی . د افغانستان خلک په دواړو ټیمونو کی سره وویشل شول. که ښاغلی عطا ته چا مشوره ورکړی وی شاید چی ښه مشوره نه وی.
د ایران د باندینیو چارو وزارت دا وینا چی وایی : تهران باورمن دی چې د افغانستان راتلونکی بریالیتوب له پراخ بنسټه او د افغانانو د پاکو رایو پر اساس له جوړ شوي حکومت سره تړلی دی. ظاهرا ښه بریښی خو لکۍ یی کږه ده. دوی هم غیر مستقیم مشوری ورکوی . تر ټولو مهمه د افغانستان د خلکو اراده ده.