تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یوه وروسته له هغې چې ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات وځنډول ویلي، چې دوی د افغانستان په تړاو سخت اندېښمن دي.

نوموړي په یو ټویټ کې ویلي، چې ماته خوړلي بهرنیان باید ووځي او وروروژنه باید ختمه شي، ځکه د ده په وینا دا به پردیو ته له وضعیت نه د ناوړه استفادې زمینه برابره کړي او وینه تویدنه به زیاته کړي.

ښاغلي ظریف دغه راز خبرداری ورکړی چې بهرنیان شاید له تازه وضعیت نه په استفاده افغانستان کې بله خونړۍ جګړه رامنځته کړي: (( زموږ له انده اشغالګر باید خپله ماتې ومني او هرڅومره ژر چې کېږي باید له افغانستان څخه ووځي.))

جواد ظریف په ټولو ښکېلو لوریو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د بېګناه وګړو وینه تویونه بس کړي تر څو دایمي اوربند او ملي پخلاینې ته لاره خلاصه شي.

جواد ظریف ویلی، ایران د افغانستان حاکمیت ته درناوی لري او د سولې هر ډول پروسه باید د افغانانو په مالکیت مخته یوړل شي: (( ایران حاضر دی چې د ښکیلو غاړو تر منځ د پخلاینې برخه کې د سلا مشورو مرسته وکړي.))

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان مسئله نظامي حل لاره نه لري او باید چې ټول لوري په نوي انداز د سولې سیاسي میز ته سره کېني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره یې د ښه نیت له مخې شرایط برابر کړي دي او اوس باید ټول لوري له صبر او رښتینولۍ کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان تل د طالبانو په ملاتړ تورن شوی او دهغه ټکی دی چې دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې اعتراف هم پرې کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *