برېښنا - له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا انتقال

تاند، شنبه، د میزان ۲۷مه: د ایران د اوبو او انرژۍ د وزیر رضا اردکانیان په مشرۍ کابل ته د دغه هېواد راغلي یو پلاوي له افغان حکومت سره د برېښنا د پلور یو سند لاسلیک کړی چې له مخې به یې افغانستان له ایرانه برېښنا واردوي.

په دې تړون کې د بریښنا د ځینو سبسټیشنونو، پایو او تجهیزاتو په رغونه او نوي کولو ټینګار شوی دی او له افغانستان سره د ایران د بریښنا قرارداد هم د یو کال لپاره غځول شوی دی.

د ایران د انرژۍ وزیر رضا اردکانیان تایید کړې چې هېواد یې پر افغانستان د لا زیاتې بریښنا پلورلو ته چمتو دی.

نوموړي ویلي له افغانستان سره د شوي تړون له مخې به د ایران وارداتي بریښنا د افغانانو ډېره کمه اړتیا پوره کړای شي.

دا په داسې حال کې د چې ایران یوازې په هرات کې افغانستان ته یوه اندازه بریښنا ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *