تاند- په داسې حال کې چې ګڼ شمېر افغانان او ځینې افغان چارواکي د فراه په وروستیو جګړو کې د ایران لاس ویني یو ایرانی خبري اژانس پر فراه د طالبانو د حملې یو شمېر نور دلایل څرګند کړي چې ظاهراً د طالبانو نه بلکې د ایران له اندېښنو سره تړاو لري.
په سپاه پاسداران پورې اړوند تسنیم خبري اژانس وايي، د فراه ستراتیژیک موقعیت، دې ولایت ته د لوېدیځو او عربي هیوادونو پاملرنه او د ټاپي پروژه هغه عوامل دي چې له کبله یې طالبانو پر دې ولایت حمله کړې ده.
دې اژانس د اوبو مسلې ته اشاره نه ده کړې خو په فراه کې یې د عربي هیوادونو د نفوذ او دلچسپۍ لرلو بیا بیا یادونه کړې ده او دا یې نه دي ویلي چې طالبان باید ولې د عربي هیوادونو له دلچسپۍ سره مخالفت ولري.

تسنیم په فراه کې د داعش فعالیت د دې ولایت له نیولو سره د طالبانو د لېوالتیا د بل علت په توګه یاد کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تر طالبانو ایران ظاهراً له داعش سره زیات اختلاف لري.
د ټاپي له موضوع سره هم تر طالبانو ایران زیات مخالفت لري.
تسنیم په فراه کې د خلیج د عربي هیوادونو د نفوذ موضوع ته ځانګړې اشاره کړې، وايي چې دا ولایت له ایران سره د پولې د لرلو له کبله د فارس خلیج د هیوادونو لپاره هم ډېر مهم دی؛ له همدې کبله په وروستیو کلونو د عربي هیوادونو مشران په بېلابېلو پلمو په دې سیمه کې د خپل نفوذ د زیاتېدو او اوږدمهال حضور په لټه کې دي.
ایران تل له عربي هیوادونو سره سیالي او اختلاف پاللی دی.
تسنیم یو بل انکشاف هم کړی چې ښايي هیڅ افغان ورڅخه خبر نه وي، د سپاه پاسداران دا اژانس لیکي:د تېر کال په حوت کې یو شمېر قطري شیخانو د فراه د هماغه وخت له والي اصف ننګ سره په کتنه کې په دې ولایت کې د قطري ښکاریانو د زیاتېدو جواز ترلاسه کړ او پر دې اساس په فراه کې د قطري ښکاریانو شمېر۱۷۰ تنو ته ورسېد.
تسنیم همداراز وايي، په فراه کې د قطریانو د شمېر زیاتېدو ته په داسې حال کې اجازه ورکول شوې چې تر دې پخوا رسنیو د ښکار په پلمه د قطري شیخانو له لوري د افغانستان په لوېدیځ کې د وهابي او افراطي جریانونو د تجهیز او مالي ملاتړ په اړه راپورونه خپاره کړي وو.
ظاهراً افغان طالبان نه له وهابیانو او نه د خلیج د سیمې له شیخانو سره ستونزه لري؛ دا دواړه د ایران اندېښنې دي چې پر فراه یې د طالبانو د حملې د علت په توګه یادې کړي دي.
تسنیم دغه راز ادعا کړې چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په افغانستان کې د پوځي اډې د جوړولو غوښتنه کړې ده.
تسنیم وايي، راپورونه ښيي چې سعودیانو حتي د فراه، هرات، ننګرهار او فاریاب ولایتونو په ځانګړو سیمو کې د اډو ځایونه په ګوته کړي دي.
تسنیم زیاتوي، عربستان د ټاپي په نوم د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د نللیکې په پروژه کې د زیاتې پانګونې په وسیله هڅه کوي چې په دې مهمه پروژه کې د افغانستان پر معادلو زیات اغېز ولري.
تسنیم همداراز وايي چې فراه د دې لپاره چې له ایران سره پوله لري، د امریکا لپاره ځانګړی اهمیت لري.
تسنیم په پای کې د ایران اصلي دریځ څرګند کړی او لیکلي یې دي: ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې له پیله پر له پسې له ایرانوفوبیا (د ایران وېره) او د دغه هیواد خلاف د جګړې ډنډوره خپره کړې، که په رښتیا وغواړي چې د اسلامي جمهوریت (ایران) پر ضد اقدام وکړي په فراه کې پوځي اډه او همداراز د فراه هوايي ډګر به خورا زیات ستراتیژیک اهمیت ولري.
اژانس زیاتوي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د چین، روسیې او ایران په شمول د سیمې له هیوادونو سره د سیالۍ په دلیل دی.