شمخاني د اذربایجان له دفاع وزیر سره

تاند- ایران، چې له داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې سره سخته دښمني لري او دا ډله په امریکا پوري تړي، نن /یکشنبه/ په افغانستان کې د داعش پر ستر مرکز د امریکا حمله وغندله.

د ایران د ملي امنیت د اعلي شورا مشر علي شمخاني د دې حملې د غندلو ترڅنګ وویل چې د امریکا له لوري د داسي بمونو استعمال به د امریکا ملي امنیت خوندي نه کړای شي.

شمخاني په تهران کې د اذربایجان له دفاع وزیر برید جنرال ذاکر حسنوف سره په کتنه کې وویل، په افغانستان کې د سترو او نامتعارفو بمونو استعمال غیرقانوني او نامشروع دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ماښام په ۷ بجې او ۳۲ دقیقې د ننګرهار د اچین د مامندو په اسد خېل سیمه کې د امریکايي الوتکې له لوري د ۱۱ زره کیلويي بم، چې د بمونو مور بلل شوی، د غورځېدو په نتیجه کې د داعش ۹۴ تنه غړي او قوماندانان ووژل شول.

شمخاني همداراز وویل، د نورو هیوادونو د خلکو بمباري کول به د امریکا ملي امنیت پیاوړی نه کړي. د امریکا او د دغه هیواد د ځینو متحدانو یو اړخیز او بې ثباتي رامنځته کوونکي اقدامات به یوازې په سیمه کې تروریستي ډلې لا غښتلې کړي او په سیمه کې به د کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره سوله ییزې حللارې زیانمنې کړي.

دا په داسي حال کې ده چې ایران او په افغانستان د دغه هیواد متحدان د داعش ډله په افغانستان کې د ایران او منځنۍ اسیا د ګټو د زیانمنولو لپاره د امریکا له لوري رامنځته شوې بولي.

ایران په سوریه او عراق کې د دې ډلې پر ضد جنګېږي او هغه تکفیري ډله بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *