تاند، چهارشنبه، د ثور ۳مه: ایران د کورونا بحران له کبله په افغانستان کې له دوه میاشتني ځنډ وروسته خپل قونسلي خدمات بیا پیل کړي دي.

په کابل کې د ایران سفارت وايي، د اپریل له شلمې راهیسې دوی د ویزو وېش پیل کړی دی.

 د ایران د سفارت مطبوعاتي دفتر همدا راز وايي، اوسهال دوی ته امر شوی دی چې د ګاونډیو هیوادونو د خصوصي کاروبار لرونکو، د سوداګریزو موټروچلوونکو، صنعتکارانو، سوداګرو او پانګه والو لپاره د ایران ویزې ورکړي: (( فی الحال یوازې د لویو موټرو ډریورانو ته ویزه ورکوو، سوداګر، صنعتکاران او پانګه وال د هوا له لارې ایران ته تللی شي.))

 د ایران سفارت وايي، هر څوک چې ایران ته تګ غواړي د کورونا ناروغۍ ټیسټ به ورکوي او د افغانستان د طبي مراکزو له سند وروسته یې باید معاینات د دوی لخوا هم تصدیق شي.

 ایران کې د کورونا د خپرېدو له امله دغه هیواد د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې په افغانستان کې خپل قونسلي خدمات پیل کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *