تاند- ایران وايي چې د دغه هیواد په تهران ولایت کې یولکو اتلس زره افغان زده کوونکي ښوونځیو ته ځي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د تهران د بهرنیو اتباعو او مهاجرو د څانګې عمومي رييس عیسي موسوي نسب د دې خبرې د کولو په ترڅ کې وویل، افغانان د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ، افغانستان او ایران د درې اړخیزې موافقې پراساس په تهران ولایت کې درس وايي.

د ده په وینا په ۱۹۸۱ میلادي کال، چې ایران ته د افغان کډوالو راتګ پیل شو، یوازې شپږ فیصدو افغانانو لیک لوست 1زده و خو اوس په ایران کې اویا فیصده مېشت افغانان سواد لري او په ایران کې یې لیک لوست زده کړی دی.

ښاغلي موسوي نسب د سواد دا لوړه فیصدي د نړۍ په مهاجرو کې بې سارې وبلله.

د ایران په نورو ولایتونو په تېره بیا خراسان کې هم په لکونو افغانانو زده کړې کړي او یا په زده کړه بوخت دي.

په دغه هیواد کې د تعلیمي سویې د لوړوالي له کبله هغه زده کوونکي چې له ایرانه افغانستان ته راغلي په اسانه پوهنتونونو ته بریالي شوي او د افغانستان اکثره کاري فرصتونه هم هغو کسانو ترلاسه کړي چې په ایران کې یې زده کړې کړي دي.

په ایران کې زده کړو که له یوې خوا د افغانانو د سواد له لوړېدو سره مرسته کړې نو له بلې خوا په افغانستان کې د همدغو کسانو په وسیله د ایران کلتور په پراخه پیمانه دود شوی دی.

3 thoughts on “ایران: په تهران کې تر یو لک زیات افغانان ښوونځیو ته ځي”
  1. پاته د نه وی چی د افغان مهاجرو له دومره لوی کمیت نه ډیر زیات مسلکی او مجرب جاسوسان او وران کاران هم تربیه کیږی او هغوی د مذهبی او فرهنګی مشترکاتو په اساس دلته په افغانستان کی دوی ته ډیر سودمند کارونه کولای شی . د افغانستان د ورونو قومونو تر منځ نفاق ، فدرالیزم ، د پښتو ژبی اونوروژبو په مقابل کی حساسیت راپارول ، د افغانستان د دولتی او ملی مصطلحاتو له منځه وړل او پر ځای یی ایرانی دوچرخه او موتر اسکلیت او راه بردی یا د لارو غلا اونور مزف او بی معنی کلمی رواجول د همدغو خلکو کار دی.
    له اساسی قانون سره سم د افغانستان دولت دنده لری چی له ګاونډیو هیوادونو نه خپل هیواد ته د ټولو مهاجرو د راستنیدو زمینه مساعده کړی . هغوی ته د کار او تعلیم فضا برابره کړی او په ملی او افغانی روحیی سره د هغوی اولادونه وروزل شی.

  2. ایران افغان مهاجرو ته په فارسي ادبیاتو، ایرانشناسي، اسلامیات او نورو برخو کې د لوړو زده کړو حق ورکوي. دا پدې خاطر چې د دین، او ژبې له لاري دوی په افغانستان کې ښه او ماهرانه لاسوهنه کولی شي.

    په ایران کې د ژونده نورې آسانتیاوې ښې دي، همدغو آسناتیاو د افغان کډوالو سره مرسته کړیده ترڅو هغوی پخپله ځان ورسوي. د اسنادو د جوړولو په برخه کې د افغانستان سفارت ښه سخاوتمندانه لاس ورسره یو کړیدی. تش په نامه آزموینه ترې اخلي او د ایران په بیلابیلو پوهنتونو کې د نیمه-بشپړ شوو لوړو زده کړو په نامه اسناد په لاس ورکوي. چې افغانستان ته له راتګ سر ه سم بیا دوی د ښه کار زمینه هم برابریږي.

    دا د ایران نه، بلکه د کډوالو افغانانو چې زیاتره هزاره او لږ ېې تاجیک دي او د افغان سفارت چې بیرته د همدوی تر واک لاندې فعالیت لري ګډ او مشترک تولید دی.

    هیڅ پښتون په ایران کې تر اوسه طبابت، اقتصاد، زراعت او یا بل ندی لوستی.

ځواب دلته پرېږدئ