تاند- ایران په تېرو دوو میاشتو کې تر۱۰۰۰ زیات افغان ماشومان له خپلې خاورې ایستلي دي.

دا ماشومان، چې د هغوی د کورنیو غړیو ته له خبر ورکولو پرته ایستل شوي، په دې موده کې د افغانستان په اسلام قلعه او نیمروز ولایت کې سرګردانه ګرځي.

په هرات کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ريیس عبدالقیوم افغان وايي چې دا ماشومان افغانستان ته د ستنېدو په لار کې د ګڼو نورو خطرونو ترڅنګ د انساني قاچاقبرو له خطر سره مخامخ شوي دي.

راپورونه وايي چې ایران د ورځې له ۳۰ تر ۵۰ افغان ماشومان له خپلې خاورې باسي.

عبدالقیوم افغان وايي چې د اکثرو راشړل شویو ماشومانو میندې او پلرونه په ایران کې پاتې دي.

«دوی د ایران له کوڅو او واټونو راټول شوي او بیا افغانستان ته راستول شوي دي.»

د هرات د کار او ټولنیزو چارو وزارت ريیس اټکل کوي چې په راتلونکو میاشتو کې به هم د ایران له لوري د ماشومانو د ایستلو لړۍ دوام وکړي.

ایران عموماً په ژمي کې د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر چټکوي.

د عبدالقیوم په وینا له ایران څخه اکثره ایستل شوي ماشومان د افغانستان د ختیځو او جنوبي ولایتونو په شان د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *